Asset 1SWN

سلام وطندار

ميدان‌وردګ کې د ۴۰ څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

50c86498-0e86-442b-9e28-0118664922c0

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ميدان‌وردګ په مرکز میدان ښار، نرخ او سیداباد ولسوالیو کې د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰ حلقوي ژورو څاګانو د کيندلو چارې پيل کړې.

د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمدیونس اخندزاده، ورسره مل پلاوی، د ميدان‌وردګ د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عصمت‌الله “کرامت” او ګڼ شمېر محلي مسوولانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د میدان‌وردګ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست رییس ملا عصمت‌الله “کرامت وویل، د یادې پروژه د مسلم هنډ همکارې موسسې له‌خوا پلي کېږي چې پکې د څاګانو صوفې کانکریټ او د لاسي بمبو لګول شامل دي.

هغه وویل، د پروژو د عملي کار پرمهال به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېږي او د بشپړېدو په صورت کې به شاوخوا ۷۰۰۰ تنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام