Asset 1SWN

پکتيا کې لسګونه ځوانان له شپږ مياشتنیو حرفوي زده‌کړو فارغ شول

IMG-20240808-WA0021

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «EPD» موسسې په مالي او تخنيکي مرسته ۱۳۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي شپږ میاشتنو زده‌کړو فارغ شول.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رياست رییس قاري محمدرحيم نصرت وويل چې يادو کسانو ته موبايل جوړونې او‌ برښنا برخو  کې د مسلکي استادانو له لوري زده‌کړې ورکړل شوې او له دې لارې به د خپلې کورنی اقتصادي اړتياوې برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زياته کړه چې فارغ شويو کسانو ته يې د مسلک اړوند د تخنيکي وسايلو يو بشپړ کېټ هم ورکړ چې عملي کارکولو برخه کې ترې استفاده وکړي.
نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د موسسو په مرسته هڅه وکړي چې په ولسواليو او کليوالي سيمو کې نورو وزګارو ځوانانو ته هم د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پيل او هم فارغ شويو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د حرفوي زده‌کړو فارغ شوي ځوانان هم خوښ دي او په راتلونکي کې د دا ډول لا زياتو پروګرامونو جوړېدو غوښتنه کوي.  مسلم چې د برښنا برخه کې یې حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړي، وايي، د ياد کسب پر مټ به کورنۍ ته نفقه پيدا کوي او خپلې ورځنۍ اړتياوې پوره کوي.

يوه بل زده‌کوونکي ياسين هم وويل چې د حرفوي زده‌کړو په ترلاسه‌کېدو خوښ دی، خو عملي کار برابرېدو برخه کې د مسوولانو د همکاري غوښتنه کوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولانو ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به هم لسګونه ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو پرګرام پيل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام