د هرات د امنیې قومنداني چارواکي وايي، د ترورېزم ضد مدیریت د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه میله وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
د امنیې قومنداني د ترورېزم ضد مدیر عبدالکریم حقنما ویلي، دا وسلې د روان لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې نیول شوې دي.
د ده په وینا، د کشف شویو وسلو په ډله کې ۱۴ میله کلاشینکوف، ۶۴ میله توپانچې، ۸ میله د ښکار وسلې، ۳ میله بالازن، یوه میله پیکا او یوه میله پاپشه شاملې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حقنما زیاته کړې چې د دغو وسلو ترڅنګ ۸۱ لاسي بمونه، ۲۸۰۰ فیره د پیکا مرمۍ، ۲۰۰ فیر د بالازن مرمۍ، یوه عینک، څلور پرچې، ۱۲ مخابرې، یو د ټانک ضد ماین او نهه د راکټ سرګولولې هم ترلاسه شوې دي.
همدارنګه، شپږ د بدن د تلاشي دستګاوې، ۱۶ د پولیس ضد اشوب وسایل، دوه روسي مخابرې او څو نور تجهیزات هم شامل دي.
د ترورېزم ضد مدیریت مسؤول وایي، ټولې نیول شوې وسلې او تجهیزات د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د دایاک دفتر ته سپارل شوي دي.
چارواکي وايي، په دې تړاو یې یوشمېر کسان هم نیولي او د هغوی دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوې دي.