Asset 1SWN

لوګر کې لسګونه کسانو ته د خیاطۍ زده‌کړې او کار زمینه برابره شوه

۸۸۶۶۷۸۶۷

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د یوشمېر کورنیو موسسو په تخنیکي همکارۍ شاوخوا ۵۰ مېرمنو او نارینو ته د خیاطۍ د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړې.

د دغه د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس شبیراحمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، په یادو کسانو کې ۲۵ یې مېرمنې او پاتې یې نارینه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د یادو شویو نړیوالو بنسټونو په همکارۍ به دغه شمېر نارینه او ښځينو ته لومړۍ درې میاشتې روزنه ورکړل شي او له هغې وروسته به د خیاطۍ په برخه کې د کارکولو زمینه ورته برابرېږي.

صدیقي وویل، هڅه کوي د ښځینو او نارینو د لاسي صنایعو لپاره په لوګر او د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ورته بازارموندنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د جوړ شوي پروګرام ښځينه او نارینه ګډونوال وایي، صنعت او سوداګرۍ ریاست ته په‌کار ده چې د خیاطۍ پيل شوي پروګرام ته پراختیا ورکړي او هغه مېرمنې او نارینه چې اوس کورونو کې وزګار دي، د خیاطۍ برخه کې د کار او زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام