Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې لسګونه ډوله بېلابېلې وسلې او مهمات نیول شوي

IMG-20251018-WA0159

د پروان د امنیه قومنداني چارواکي وايي، د دغه قومنداني د ترهګرۍ ضد مدیریت ځواکونو په تېرو درې میاشتو کې د ولایت له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه ډوله بېلابېل مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار ویلي چې کشف شوې مهماتو کې ۹ د ټانک ضد ماینونه، ۲۴ د افرادو ضد ماینونه، ۲ لاسي بمونه، ۳۳ د هاوان مرمۍ، ۴ د راکټ مرمۍ، ۶ د ۸۸مېلی‌متره مرمۍ او لسګونه د ټانک ضد او پیکا مرمۍ شاملې دي چې د «دایاک» ریاست مرستیال ته وسپارل شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې هڅې لاهم روانې دي، څو د پروان له بېلابېلو سیمو څخه پاتې ناقانوني وسلې او مهمات راټول شي، څو د هر ډول احتمالي ګواښ مخه ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام