د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې متحده ایالات به د هرمز تنګي کې د بېړیو د ترافیکي ګڼېګوڼې په مدیریت کې مرسته وکړي.
ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارمTruth Social کې په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ به د هر ډول توکو له زېرمو سره هلته موجود یو او همداسې به شاوخوا ګرځو، څو ډاډ ترلاسه شي چې هر څه سم پرمخ ځي.» هغه زیاته کړې چې «دا کېدای شي د منځني ختیځ د زرین دور پیل وي.»
نوموړي د امریکا د رول په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې «ډېرې پیسې به وګټل شي» او ایران کولای شي د بیارغونې بهیر پیل کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې د اسوشیډیډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د اوربند د احتمالي هوکړې له مخې به ایران له هغو بېړیو څخه فیس اخلي چې د هرمز له تنګي تېرېږي، څو د هېواد د بیارغونې لپاره مالي سرچینې برابرې کړي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د نړیوالو تېلو د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي او هر ډول بدلون پهکې د نړیوال اقتصاد لپاره مهم اغېز لرلی شي.