Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ: داوطلبه وتونکو ناقانونه کډوالو سره مالي مرسته کوو

trump-el-paso-baby

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه کډوال چې په ناقانونه توګه دغه هېواد کې اوسېږي، په خپله خوښه ووځي، مالي مرستې به ورسره وشي.

نوموړي له فاکس‌نیوز سره مرکه کې همداراز ټينګار کړی، دغه ناقانونه کډوال چې په دواطلبانه توګه له امریکا وځي، د مالي مرستې ترڅنګ به د دې فرصت ولري چې له قانوني لارو بېرته امریکا ته راشي.

بل‌خوا د امریکا کورني امنیت وزیر کرېسټي نویم بیا په وار وار اعلان کړی چې امریکا کې نیول‌کېدونکي ناقانونه کډوال که له هېواد شړل کېږي، د تل لپاره به امریکا ته له راتګ محروم وي.

ډونالډ ټرمپ فاکس‌نیوز ته ویلي: «موږ هغوی سره مالي مرسته کوو. هغوی ته یوه اندازې نغدې پیسې او د الوتکې د ټکټ لګښت هم ورکوو او ورسره همکاري کوو، که دوی ښه خلک وي، که وغواړو چې دوی بېرته راولوو، هڅه کوو چې د امکان تر بریده یې، بېرته راستانه کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اوس په امریکا کې یوشمېر ناقانونه کډوال چې په خپله خوښه له دغه هېواد وتل غواړي، په ځانګړو شرایطو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري مالي مرستې ترلاسه کوي. دې کډوالو سره د امریکا حکومت مرستې نه‌کوي.

له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د ټرمپ حکومت هوډ لري، هغه کډوال چې د وتلو امر ورته شوی او دوی د امریکا له خاورې نه‌دی وتلي، د ورځې تر ۹۹۸ ډالر جریمه کړي.

د راپور پربنسټ، که څوک دغه جریمه ورنه‌کړي، ټول مالونه او توکي به یې، ترې ستانه کړل شي.

ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم له امریکا څخه د ناقانونه کډوالو د اېستلو امر کړی او ټينګار یې، کړی چې ټول ناقانونه کډوال به خپلو هېوادونو ته ستانه کړي. د نوموړي دغې پرېکړې په امریکا دننه پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.

ش

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام