Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: که اړتیا شوه پر ایران بیا برید کوو

AA1zPnnM

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که اړتیا شوه چمتو دی چې د ایران پر اټومي تاسیساتو په پرله‌‌پسې توګه بیا بریدونه وکړي.

ټرمپ نن سه‌شنیه، جولای ۲۲مه پر خپله «ټرټ سوشیل میډیا» یو ځل بیا ادعا کړې چې پر ایران د امریکا د بریدونو له امله د دغه هېواد اټومي سایټونه له‌منځه وړل شوي دي.

د نوموړي دغه څرګندونې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هغو خبرو په غبرکون کې وې چې ویلي یې دي، د ایران اټومي پروګرام د امریکا او اسراییلو د بریدونو پرمهال د اوښتو زیانونو له امله درېدلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو عباس عراقچي زیاته کړې چې ایران به د یورانیمو له غني کولو لاس وانخلي او اوس مهال امریکا سره خبرو ته نه‌دی چمتو. هغه دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره مرکه کې کړې دي.

امریکا د تېرې جون میاشتې پر ۱۲مه د بي‌-۲ الوتکو په مرسته د ایران پر درېوو اټومي تاسیساتو «نطنز، اصفحان او فردو» بریدونه وکړل. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وروسته څو ځلې ویلي چې د ایران اټومي تاسیسات یې، له‌منځه وړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام