د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، دونالد ټرمپ، له اروپايي ټولنې سره د یوې نوې هوکړې د ترلاسه کولو خبر ورکړی چې له مخې به یې، امریکا د اروپا پر وارداتو ۱۵سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي.
ټرمپ دا هوکړه «تر ټولو لویه هوکړه» بللې ده.
ټرمپ دا څرګندونې پرون «یکشنبه، جولای ۲۷مه» په سکاتلند کې له د اروپايي کمېسیون له مشرې، اورزولا فوندېرلاین، سره تر لیدو وروسته وکړې.
نوموړي زیاته کړه چې د دې موافقې یوه برخه دا ده چې اروپا به د امریکا پوځي تجهیزات رانيسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز ټرمپ وویل چې اروپایي اتحادیه به د دې موافقې له مخې له امریکا څخه د ۷۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت انرژي واخلي.
د امریکا ولسمشر همداراز اعلان وکړ چې امریکا به په اروپا کې د ۶۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونه وکړي. د اروپایي کمېسیون مشرې هم دا هوکړه «ښه» یاده کړې ده.