د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د ده حکومت پرېکړه کړې چې د ونزوېلا دننه پر پوځي اهدافو بریدونه وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې جمعه (د لړم نهمه) د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وکړې او ويې ویل: «نه، هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یوشمېر نړیوالو رسنیو مخکې راپور ورکړی و، د سپینې ماڼۍ له لوري امر صادر شوی چې د ونزوېلا پر پوځي اډو بریدونه وشي او دا عملیات کېدای شي په هر ساعت یا راتلونکو ورځو کې پيل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو ټرمپ دا ادعاوې بېاساسه وبللې او ټینګار یې وکړ چې د ده حکومت هېڅ ډول نظامي اقدام د ونزوېلا پر وړاندې نهدي طرحه کړي.
د ونزوېلا او امريکا ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د سیاسي شخړو او اقتصادي بندیزونو له امله ترینګلې پاتې شوې دي.