د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هېواد یې نایجریا کې د داعش وسلهوالو پر ضد مرګونی برید ترسره کړی.
هغه وویل، دغه برید تېره شپه د نایجریا شمال ته «سوکوتو» سیمه کې شوی.
ټرمپ زیاته کړې چې داعش د نایجریا شمال کې مسیحیان په نښه کول: «امریکا نایجریا کې د داعش تروریستانو پر وړاندې قوي برید ترسره کړ.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ده په وینا، دې برید کې د داعش څو غړي وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر دوه میاشتې مخکې ویلي وو چې نایجریا کې مسیحیان له یو ګواښ سره مخ دي او خبرداری یې ورکړی و چې که دا هېواد د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه و نه نیسي، امریکا به پوځي مداخله وکړي.