د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې دغه هېواد له ونزویلا سره په جګړه کې نهدی او په وینا یې، د واشنګټن اصلي موخه د نشهيي توکو له قاچاقوړونکو سره مبارزه او امریکا ته د روږدو او رواني ناروغانو د ورتګ مخنیوی دی.
ټرمپ پرون دوشنبه، د جنورۍ پنځمه، له اینبيسي نیوز سره په مرکه کې ویلي چې سپینه ماڼۍ باور لري، په ونزویلا کې به په راتلونکو دېرشو ورځو کې نوې ټاکنې ترسره نهشي او د دغه هېواد د سیاسي او ټولنیز ثبات بېرته راوستل وخت ته اړتیا لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا ولسمشر همدارنګه یوشمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي د ونزویلا د چارو د سمبالښت لپاره هم معرفي کړي دي. د هغه په وینا، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیت هېګست، د سپینې ماڼۍ د رییس دفتر مرستیال سټیفن مېلر او د ولسمشر مرستیال جيډي ونس به هر یو د خپلې تجربې له مخې، د ونزویلا اړوند مسوولیتونه پر مخ وړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې امریکايي ځواکونه د جنورۍ په څلورمه ونزویلا ته ننوتلي او د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو یې نیولی چې دې پېښې په سیمه او نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.