د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه به «لنډمهاله ماموریت» وي او پوځي عملیات به تر هغه دوام وکړي څو «دښمن په بشپړ او پرېکنده ډول مات شي».
هغه دا هم وویل چې د تهران تسلیمېدل یوازې د وخت مسئله ده.
ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ د فلوریډا ایالت د دورال په ښار کې په خپل ګلف کلب کې د جمهوري غوښتونکو له یوشمېر غړو سره د لیدنې پرمهال وکړې.
نوموړي وویل، که څه هم په ایران کې د عملیاتو له لارې «بریا» ترلاسه شوې، خو پایلې لاهم بسنه نهکوي.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د هغه اداره ژمنه ده، څو هغه څه لهمنځه یوسي چې ده یې «د ایران ۴۷کلن ګواښ» وباله.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ همدارنګه ادعا وکړه چې امریکا د اسراییلو په همکارۍ د ایران پوځي وړتیاوې سختې کمزورې کړې دي. د هغه په وینا، تراوسه ۴۶ ایراني بېړۍ او د ایران یوشمېر توغندي او بېپیلوټه الوتکې لهمنځه وړل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په ایران کې روان پوځي عملیات ډېر پېچلي دي او د پخوانیو عملیاتو په پرتله ښه تنظیم شوي دي.
خو نوموړي دا هم وویل چې لاهم معلومه نهده چې ایران به کله تسلیم شي او زیاته یې کړه: «ایران باید له ډېر پخوا راهیسې د برید هدف ګرځېدلی وای.»