Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: ونزویلا به تر ۵۰ میلیونه بېرله تېل امریکا ته وسپاري

images

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې ونزويلا به د بندیزونو لاندې ساتل شوي، د ۳۰ تر ۵۰ ميليونه بېرلو پورې تېل متحده ايالاتو ته وسپاري.

ټرمپ ويلي، دا تېل چې د واشنګټن د بندیزونو له امله په زېرمو کې پاتې دي، د بازار په بيه به وپلورل شي او د عوايدو کنټرول به د ده د ادارې په لاس کې وي، څو دا پيسې د ونزويلا د خلکو او د امريکا د ګټې لپاره وکارول شي.

ټرمپ پرون سه‌شنبه، جنورۍ شپږمه، پر خپلې ټولنيزې شبکې «ټروت سوشل» لیکلي چې نوموړي د انرژۍ وزير کريس رايټ ته امر کړی چې دغه پلان «سمدستي» عملي کړي.

د هغه په وينا، تېل به د زېرمه‌کوونکو بېړيو له لارې انتقال او په مستقيم ډول د امريکا بندرونو کې تخليه شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا اعلان د ټرمپ له هغې ژمنې وروسته شوی چې د ونزويلا د تېلو زېرمې به «بيا ترلاسه کړي» او د دغه هېواد کمزوری شوی د انرژۍ سکتور به ورغوي.

ټرمپ ادعا کړې چې امريکايي د تېلو شرکتونه چمتو دي ميلياردونه ډالر پانګونه وکړي، خو دا هم وايي چې د ونزويلا تېل ترې «غلا» شوي؛ هغه ادعا چې د نړيوال قانون له مخې، سمه نه بلل کېږي، ځکه امريکا د ونزويلا پر تېلو د ملکيت قانوني حق نه‌لري.

په همدې حال کې، د امريکا د تېلو سترو شرکتونو، چېورون، ايکسون موبيل او کونکوفيليپس، تراوسه د ټرمپ د پلانونو په اړه رسمي تبصره نه‌ده کړې، خو د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د دغو شرکتونو استازي ټاکل شوې د جمعې پر ورځ له ولسمشر سره د ونزويلا پر موضوع خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام