Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: د غزې وضعیت اندېښمنونکی دی

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غزه کې روان وضعیت ترینګلی او اندېښمنونکی بللی او پر حماس یې تور لګولی چې غزې ته لېږدېدونکي توکي غلا کوي.

حماس تراوسه د ټرمپ د دې ادعا په تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «غواړم ډاډ ترلاسه کړم چې مرستې د غزې اوسېدونکي ترلاسه کوي.»

د نوموړي په وینا امریکا دوه اوونۍ وړاند د غزې اوسېدونکو ته ۶۰ میلیونه ډالر ځانکړي کړي وو چې په وینا یې، «د دې مرستو هېڅ پایله نه‌لیدل کېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې منځني ختیځ ته د نوموړي د ځانګړي استازي له سفر څو ساعته مخکې کړې دي.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی استیو ویتکاف به له اسراییلو چارواکو سره غزه کې د مرستو وېش اړوند د یوې طرحې پر جوړولو او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

په ورته مهال سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې اسراییلي ځواکونو د غزې مرکز او سوېل  کې د بشردوستانه مرستو وېش مرکزونو ته نږدې ټانکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام