Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: روسیې په رښتیا پر اوکراین برید کړی

Republican presidential candidate and former U.S. President Donald Trump gestures at a campaign event ahead of the Republican presidential primary election in North Charleston, South Carolina, U.S. February 14, 2024. REUTERS/Sam Wolfe

اوکراین کې د کمیابه کانونو لاسرسي په اړه د تړون نږدې‌کېدو په درشل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په ناڅاپه توګه خپل دریځ بدل کړی او وویل چې روسیې په رښتیا پر اوکراین برید کړی دی.

ټرمپ وايي، د جګړې پای ته رسولو د یوې هڅې په توګه به اوکراین ډېر ژر له امریکا سره د کمیابه کانونو هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټرمپ تېره پنجشنبه ویلي و چې اوکراین باید هېڅ‌کله دغه جګړه نه‌وای پیل کړې او زېلېنسکي یې، د روانې جګړې مسوول وباله. نوموړي جمعه، فبرورۍ ۲۱مه له فاکس‌نیوز راډیو سره په مرکه کې وویل چې روسیې د ولادیمیر پوتین په امر پر اوکراین برید کړی دی.

نوموړي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن ته په اشارې وویل: «روسیې برید وکړ، خو دوی باید د برید اجازه نه‌وای ورکړې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ټرمپ په دې مرکه کې ټينګار وکړ چې نږدې ورځو کې به د اوکراین د کمیابه کانونو په اړه دغه هېواد سره هوکړې ته ورسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام