Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ: پوتین له اور سره لوبې کوي

پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ولادېمیر پوتین له کېیف سره د اوربند په تړاو خبرو کې له ګډون څخه انکار یې، له اور سره د لوبې کولو په مانا ده.

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې روسي ځواکونه د اوکراین په شمال ختیځ کې د پرمختګ په حال کې دي.

که څه هم روسیې د اوکراین پر وړاندې د درېوو کلونو په پرتله روانه جګړه کې د وروستیو اوونیو پرمهال تر ټولو درانه او پراخ بریدونه پیل کړي، د امریکا ولسمشر له پوتین ناهیلي وښوده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ پرون سه‌شنبه پر خپله «ټروټ میډیا» لیکلي: «هغه څه چې ولادیمیر پوتین پرې نه پوهیږي، دا دي، که زه نه وای، نو روسیه به ډېر بد وضعیت کې وای؛ زما مطلب دا دی چې ډېر بد څه به وريېښ شوي وای. هغه «پوتین» له اور سره لوبې کوي.»

ټرمپ له دې څو ورځې وړاندې هم پر اوکراین د روسیې د روانو بریدونو په غبرګون کې د روسیې ولسمشر باندې نیوکې کړې وې او هغه یې، «لېونی» بللی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام