د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پر مړینه خواشیني ښودلې او هغه یې، پر نړۍ مین او ښه انسان یاد کړی دی.
ټرمپ همداراز اعلان کړی چې فرانسېس ته د درناوي په پار به د امریکا بیرغ نیمځوړن وي.
نوموړي ویلي: «د یوه اجرايي فرمان په صادرولو مې امر وکړ چې زموږ بیرغ څه فدرالي او ایالتي، پاپ فرانسېس ته د درناوي لپاره نیم ځوړ راوځړول شي. هغه ښه انسان و. سخت کار یې، کاوه، پر نړۍ مین و او د دې کار ترسره کولو د ویاړ ځای دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروټ سوشال» هم اعلان کړی چې له خپلې مېرمنې سره یوځای به اېټالیا کې د پاپ فرانسېس د خاورو سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس تېره ورځ د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. هغه له نږدې ۱۲ کلونو راهیسې د نړۍ د کاتولیکانو مشري پر غاړه درلوده او دې موده کې له بېلابېلو ناروغیو سره لاس او ګرېوان و.
واتیکان وايي چې پاپ فرانسېس د مغزي سکتې له امله مړ شوی دی.