Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: ښايي راتلونکی هدف مو کیوبا وي

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د کیوبا په اړه وروستیو څرګندونو د سیاسي کړکېچ نوې اندېښنې راپارولي دي. نوموړي د میامي ښار کې د پانګونې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې کیوبا ښايي د واشنګټن راتلونکی هدف وي.

ټرمپ ویلي: «ما یو قوي پوځ جوړ کړ. ما وویل چې هېڅ‌کله به اړتیا نه وي چې ترې استفاده وشي، خو کله ناکله مجبوره کېږئ او کیوبا بل هدف دی.»

د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت په وروستیو اوونیو کې د کیوبا له ځینو لوړپوړو چارواکو سره خبرې پیل کړي، څو د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو ټرمپ په خپلو خبرو کې دا هم څرګنده کړې چې که اړتیا پېښه شي، پوځي اقدام هم امکان لري.

په ورته وخت کې، د کیوبا اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی دی. د ونزویلا له لوري د نفتو د صادراتو درېدلو، چې مخکې یې د دې هېواد د انرژۍ ډېره برخه برابروله، د کیوبا اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

شنونکي باور لري چې د واشنګټن او هاوانا ترمنځ د اړیکو هر ډول خرابوالی کولای شي نه یوازې سیمه ییز، بلکې نړیوال سیاسي وضعیت هم لا پېچلی کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام