Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ: هېڅوک فلسطینیان له غزې نشي اېستلی

PALM BEACH, FLORIDA - AUGUST 08: Republican presidential candidate former President Donald Trump speaks during a press conference at Mr. Trump's Mar-a-Lago estate on August 08, 2024, in Palm Beach, Florida. Polls currently show a close race between Trump and Democratic presidential candidate, U.S. Vice President Kamala Harris.  (Photo by Joe Raedle/Getty Images)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هېڅ فلسطینی وګړی به له غزې ونه‌اېستل شي، حتا که دی پر یادې سیمې ولکه هم خپله کړي.

نوموړي پرون چهارشنبه په سپینه ماڼۍ کې د ایرلنډ لومړي وزیر مایکل مارټین سره د لیدنې پرمهال د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هېڅوک هېڅ فلسطینی نه‌شي شړلی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسراییلو د خزانې وزیر بتسالل سموتریچ د روانې اوونۍ یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې تل‌ابیب غواړي، له غزې د فلسطینیانو په زور د اېستلو لپاره دفاع وزارت کې د کډوالۍ په نوم اداره رامنځته کړي.

هغه ادعا کړې چې دغه طرحه د ټرمپ حکومت په ملاتړ جوړه شوې ده. یاده اداره به د فلسطیني کډوالو د جبري اېستلو چارې مدیریتوي.

سموتریچ ویلي: «همدا څه وخت وړاندې له غزې د فلسطینیانو وتلو په اړه خبرې ناشونې وې، خو اوس هغه کسان چې په نظر لیوني ښکارېدل، رښتیا منوونکي کسان شول. دا پروګرام نه یوازې رښتینې بڼه لري، بلکې یوازینی پروګرام دی چې پلی به شي.»

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

له غزې د فلسطینیانو اېستلو او یوشمېر هېوادونو کې یې، بیامېشتېدنه وروسته له هغې له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه چې ټرمپ جنورۍ کې په دې اړه طرحه وړاندې کړه او په وار وار یې، پر غزې د امریکا ولکې او پېرلو په اړه څرګندونې وکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام