Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ:  نتنیاهو د «جګړې اتل» دی

trump_netanyahu

سره له دې چې نتنیاهو د غزې په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور د نړیوال جنایي محکمې (ICC) له لوري تورن پېژندل شوی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د «جګړې اتل» یاد کړی دی.

ټرمپ د محافظه‌کار راډیو کوربه مارک لوین سره په یوه مرکه کې ویلي: «هغه «نتنیاهو» یو ښه انسان دی. هغه هلته جنګېږي… هغه د جګړې اتل دی، ځکه موږ یوځای کار کړی دی. هغه د جګړې اتل دی. زه فکر کوم زه هم یم.»

ټرمپ ټولې هغه هڅې چې د نتنیاهو د محاکمه کولو لپاره کېږي، رد کړې او زیاته یې کړه: «هغوی هڅه کوي چې هغه زندان ته واچوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ څرګنده نه کړه چې د ICC د حکم په اړه خبرې کوي که د نتنیاهو د کورني فساد قضیو په اړه. د روان کال په جون میاشت کې ټرمپ ښکاره غوښتنه وکړه چې د نتنیاهو د فساد محاکمه دې ودرول شي.

هغه زیاته کړه چې د حماس ډلې سره د مذاکراتو په ترڅ کې یې د اسراییلو بندیان ازاد کړي دي: «زه هغه کس یم چې ټول یرغمل شوي مې خوشې کړل… ما له والدینو، ماشومانو او بندیانو څخه ډېرې مننې ترلاسه کړې. که زه نه وم، دا خلک به هېڅ‌کله خوشې شوي نه وای.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام