د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د هغه د ترور لپاره کوم اقدام وکړي، نو د متحده ایالاتو ځواب به «ویجاړوونکی» وي او د هغه په وینا، دا به د ایران د «بشپړې نابودۍ» لامل شي.
ټرمپ دا څرګندونې د «نیوزنیشن» تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې کړي چې د سهشنبې په ماښام خپره شوې ده.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران دننه د معترضانو پر ضد د سخت چلند او د خپل ځان پر وړاندې د احتمالي ګواښ په اړه و، وویل، که هر ډول پېښه رامنځته شي، د امریکا غبرګون به ډېر سخت وي. نوموړي زیاته کړه چې هغه لا له وړاندې اړوند ادارو ته امرونه ورکړي چې د هر ډول برید په صورت کې به «ټول هېواد» هدف وګرځول شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، په تهران کې د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند، ابوالفضل شکارچي سهشنبه، مرغومې۳۰مه خبرداری ورکړی، که د ایران د مشر پر وړاندې هر ډول تعرض وشي، د اسلامي جمهوریت ځواب به قاطع وي.
د هغه په وینا، که «د تعرض لاس» د ایران د رهبر پر لور وغځول شي، نه یوازې به هغه لاس پرې شي، بلکې د ایران غبرګون به داسې وي چې «د دښمن لپاره به هېڅ خوندي ځای پاتې نه شي.»
دا متقابل ګواښونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د سیمې او نړۍ په کچه د تاوتریخوالي د پراخېدو اندېښنې لاهم شته.