د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالتونو ایران سره ډېرې ښې خبرې درلودې او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ بیا ځلې مذاکرات ترسره شي.
ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته وویل، ایران لېواله دی چې نسبت مخکینیو مذاکراتو ته ډېر کار وکړي، خو دغه برخه کې یې جزییات وړاندې نهکړل.
هغه وویل: «ښکاري چې ایران په جدي توګه غواړي هوکړې ته ورسیږي ـ باید همدا کار وکړي.»
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که ایران پر خپل اټومي پروګرام هوکړې ته ونهرسیږي، ډېرې بدې پایلې به ولري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټرمپ دغې پوښتنې ته په ځواب کې چې څومره چمتو دی د هوکړې لپاره صبر وکړي وویل: «مونږ ډېر وخت لرو، که وینزویلا مو په یاد وي، مونږ یو څه صبر وکړ، بېړه نهلرو.»
د ایران او امریکا ترمنځ اټومي خبرې تېره ورځ د عمان په منځګړیتوب مسقط کې ترسره شوې.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مذاکراتو له لومړي پړاو وروسته وویل: «د خبرو پيل ښه وو.»
عراقچي خبریالانو سره خبرو کې زیاته کړې: «مونږ وښوده چې اټومي مذاکرات او د اصلي مسایلو حلوفصل باید په ارامه او له جنجالونو او ګواښ پرته فضا کې ترسره شي.»
خو په وینا یې چې بېباوري د مذاکراتو پر وړاندې جدي خنډ دی.