د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که څه هم نړۍ کې یې بېلابېلې جګړې درولي او د سولې نوبل جایزې نهده ورکړل شوې، نو دی نور «د سولې» په اړه فکر نهکوي.
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ګرینلنډ پر سرلانجه پراخه شوې او د امریکا او اروپا ترمنځ د نوې سوداګریزې جګړې د پیل اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
ټرمپ د ناروې لومړي وزیر یوناس ګارستوره ته په یوه پیغام کې لیکلي: «له دې امله چې ستاسو هېواد، سره له دې چې ما اته جګړې درولې دي، ماته د سولې د نوبل جایزه رانهکړه، زه نور ځان یوازې سولې ته ژمن نه ګڼم. که څه هم سوله به لاهم لومړیتوب وي.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ پر دې فشارونه زیات کړي چې ګرینلنډ د ډنمارک له واکه وباسي؛ هغه هېواد چې د ناټو غړیتوب لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې موضوع اروپايي ټولنه اړ کړې چې د احتمالي غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه غور وکړي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې دا لانجه کولی شي ناټو له جدي بحران سره مخ کړي؛ هغه پوځي تړون چې له لسیزو راهیسې د لوېدیځ د امنیت ستنه بلل کېږي.
ناټو لا له وړاندې د اوکراین د جګړې او د ټرمپ د هغه دریځ له امله تر فشار لاندې ده چې وایي، امریکا به یوازې د هغو متحدینو ملاتړ وکړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.
د ټرمپ وروستیو ګواښونو د اروپا صنعتي مشران اندېښمن کړي او مالي بازارونو ته یې ټکان ورکړی دی. پانګهوال وېره لري چې د ۲۰۲۵ کال د سوداګریزې جګړې بېثباتي به بېرته راژوندۍ شي؛ هغه جګړه چې یوازې د تعرفوي هوکړو تر لاسلیک وروسته کمه شوې وه.