Asset 1SWN

ډونالډټرمپ: ټوکې نکوم، غواړم د درېیم ځل لپاره ولسمشر شم

160504104421-trump-win-tease

که څه هم د امریکا د قانون له مخې، هر کس کولای شي چې دوه ځلې د یاد هېواد ولسمشر شي، خو ډونالډ ټرمپ وايي، غواړي د درېیم ځل لپاره سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه قدم ووهي.

نوموړی وايي، ټوکې نه‌کوي او غواړي چې د درېیم ځل لپاره هم د امریکا ولسمشر شي. د ټرمپ په وینا، ځینې لارې چارې شته چې کولای شي، له دې قانون سره سره بیا هم ولسمشر شي.

 ډونالډ ټرمپ له اېن‌بي‌سي نیوز سره مرکه کې ویلي: «داسې لارې شته چې تاسو یې کولی شئ؛ یوه داسې لاره کېدای شي چې مرستیال ولسمشر JD Vance په ۲۰۲۸ کې ځان نوماند کړي، که وټاکل شي، نو استعفا دې ورکړي، څو ټرمپ ته اجازه ورکړي چې واک په لاس کې واخلي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له ۱۹۵۱کال راهیسې د امریکا اساسي قانون کې ویل شوي چې هېڅوک په پرله‌پسې او یا هم په غیرپرله‌پسې توګه له دوه ځلې ډېر د یاد هېواد د ولسمشر په توګه نه‌شي‌ ټاکل کېدای.

په ورته مهال ټرمپ همداراز ټينګار کړی چې لا یې په دې اړه فکر نه‌دی کړی او له وخت وړاندې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام