Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: که امریکا نه‌وای چین او روسیه به له ناټو نه‌ډارېده

NATO-agrees-to-5-GDP-for-defense-after-Trump-reaffirms-commitment

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، ویلي که متحده ایالات نه‌وای، روسیې او چین به د شمالي اتلانټیک تړون سازمان «ناټو» څخه هېڅ وېره نه‌درلوده.

نوموړي همدارنګه د اړتیا پرمهال د واشینګټن ترڅنګ د ناټو د واقعي درېدو په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې جدي پوښتنې موجودې دي.

خو ټرمپ، سره له دغو څرګندونو، ټینګار کړی چې متحده ایالات به لاهم د ناټو ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې پوځي اېتلاف ترڅنګ به ولاړ وي.

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ همداراز زیاته کړې چې د ده د ولسمشرۍ پرمهال مداخلې د شمالي اتلانټیک تړون سازمان «ناټو» د دفاعي لګښتونو په برخه کې د غړو هېوادونو چلند په بنسټیز ډول بدل کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ ټینګار کړی چې د ناټو غړو هېوادونو تر دې وړاندې یوازې شاوخوا ۲سلنه د خپل ناخالص کورني تولید له دفاعي چارو سره تړله او زیاتره هېوادونه د هغه تر واک ته رسېدو مخکې خپلو مالي ژمنو ته ژمن نه‌وو.

نوموړي د «تروټ سوشال» پر ټولنیز پلېټفارم په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې متحده ایالات د خپلو متحدانو پر ځای د دفاعي لګښتونو دروند بار پر اوږو اخیستی و چې د ده په وینا دا یو «ناعاقلانه اقدام» و.

ټرمپ زیاته کړې چې د هغه فشارونه د دې لامل شوي چې د ناټو غړي هېوادونه د خپلو دفاعي بودیجو زیاتولو ته جدي پاملرنه وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام