Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: ډېر ژر به ونزویلا ته سفر وکړم

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر وايي چې د متحده ایالاتو او ونزویلا ترمنځ اړیکې «ډېرې ښې» دي او پلان لري چې نږدې راتلونکي کې هغه هېواد ته سفر وکړي، خو د سفر د وخت او جزییاتو په اړه یې څه ونه‌ویل.

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال وکړې او د ونزویلا د سرپرستې مشرې ستاینه وکړه. د نوموړي په وینا، واشنګټن او کاراکاس دامهال په ځانګړي ډول د تېلو د لاسرسي او معاملاتو په برخه کې «ډېر نږدې» یو له بل سره کار کوي.

هغه وویل: «موږ له ونزویلا سره ډېرې ښې اړیکې لرو. که یې درجه بندي وکړم، نو دا اړیکه لس له لسو ده.»
ټرمپ دا هم زیاته کړه چې امریکا له اوسني مشرتابه سره معامله کوي او هغوی «ښه کار» کړی دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې د راپورونو له مخې، د امریکا له‌خوا د ونزویلا ولسمشر نېکولاس مادورو د روان کال په جنورۍ میاشت کې نیول شوی او د ټرمپ اداره هڅه کوي په دغه هېواد کې د انرژۍ او تېلو معاملې پراخې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کله چې له ټرمپ څخه د رویټرز خبریال وپوښتل چې ایا امریکا د رودریګز حکومت په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی، هغه وویل: «هو، موږ دا کار کړی او له هغوی سره کار کوو.»

خو د سپینې ماڼۍ له‌خوا سمدستي داسې څه نه‌دي ویل شوي چې وښيي د امریکا رسمي دریځ د ونزویلا د سرپرست حکومت په اړه بدل شوی دی. د ټرمپ د ادارې چارواکو په وروستیو اوونیو کې ټینګار کړی و چې واشنګټن لاهم دغه حکومت په رسمي ډول مشروع نه‌ګڼي.

د شنونکو په باور، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښايي د امریکا او ونزویلا ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د بدلون نښه وي، خو تراوسه د واشنګټن رسمي پاليسي روښانه نه‌ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام