د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي دغه هېواد د نایجریا د مسیحیانو د وژنو مخنیوي لپاره پوځي اقدام وکړي. نوموړي زیاته کړې، که اړتیا وي، امریکا به یا پوځي ځواک واستوي او یا به هوايي بریدونه وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د فلورېډا له سفر وروسته، د واشنګټن پر لور په الوتکه کې وکړې.
هغه وویل: «په نایجریا کې د مسیحیانو د وژلو شمېر بېسارې کچې ته رسېدلی، موږ به اجازه ورنهکړو چې دا فاجعه دوام وکړي.»
ټرمپ دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د هغه حکومت یو ځل بیا نایجریا د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی چې د مذهبي ازادیو د نقض له امله د اندېښنې وړ بلل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نایجریا حکومت بیا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه هېواد له ترهګریزو ډلو لکه «بوکوحرام» او نورو وسلوالو ګواښونو سره مخ دی او د ټولو وګړو امنیت ته ژمن دی.
شنونکي وایي، د امریکا هر ډول پوځي اقدام کولای شي د سیمې تاوتریخوالی زیات او د واشنګټن او ابوجا اړیکې خرابې کړي.