Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: غواړم له ایران سره خبرې وکړم

‌ډونالډ ټرامپ 34

سره له دې چې امریکا منځني ختیځ ته جنګي بېړۍ استولي او د دغه هېواد د دفاع وزیر پیت هېګست ویلي چې پوځ د ولسمشر د هر ډول پرېکړې د عملي کولو لپاره چمتو دی، ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې غواړي له ایران سره خبرې وکړي.

ټرمپ پرون پنجشنبه، ماښام، د سلواغې نهمه، د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د تهران سره د احتمالي مذاکراتو په اړه وویل: «هو… زه دا کار کول غواړم… دامهال زموږ ډېرې لویې او پیاوړې بېړۍ د ایران پر لور روانې دي او دا به ډېر ښه وي که موږ اړ نه‌شو چې له هغو څخه کار واخلو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، وروسته له هغې چې انقرې د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلوماتیکو لارو د فعالولو اعلان وکړ، نن جمعه ترکیې ته سفر کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال د ټرمپ څرګندونې له هغو خبرو سره هم‌مهاله دي چې ځینو امریکايي چارواکو ویلي، ولسمشر ټرمپ بېلابېل انتخابونه ارزوي، خو تراوسه یې پر ایران د احتمالي برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

ټرمپ تر دې وړاندې څو ځله ګواښ کړی و، «که تهران د معترضانو وژلو ته دوام ورکړي»، امریکا به مداخله وکړي.

نوموړي همداراز ویلي و که ایران د تېرکال په جون (۲۰۲۵) کې د اسراییلي او امریکايي ځواکونو له هوايي بریدونو وروسته، یو ځل بیا خپل اټومي پروګرام فعال کړي، نو واشنګټن به اقدام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام