په داسې حال کې چې راتلونکې اوونۍ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو امریکا ته سفر کوي، ډونالډ ټرمپ وايي چې د غزې اوسېدونکو لپاره د امنیت غوښتونکی دی.
ټرمپ په اندروز هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي چې د غزې اوسېدونکو لپاره امنیت غواړي او په وینا یې، دوی له جهنم ورهاخوا ژوند کوي.
هغه وویل: «زه غواړم چې د غزې اوسېدونکي په امنیت کې ژوند وکړي او دا تر ټولو مهمه مسله ده. زه د غزې اوسېدونکو لپاره د امنیت غوښتونکی یو؛ دوی له جهنم ورهاخوا وضعیت کې ژوند کوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې وړاندې د اسراییلو ۱۱چینل راپور ورکړی و چې بنیامین نتنیاهو د اسراییلي یرغمل شویو کورنیو ته خبر ورکړی چې نوموړی په غزه کې د وړاندیز شوي ۶۰ ورځني اوربند د یوې برخې په توګه د بندیانو د تبادلې تړون سره هوکړه کړې او اوس د حماس ځواب ته په تمه دي.
اسراییلي رسنیو دا هم وړاندیز وکړ چې حماس ښايي په راتلونکو ساعتونو کې وړاندیز شوي اوربند ته ځواب ورکړي.
له بلخوا حماس ویلي چې دوی د امریکا په ملاتړ د غزې د اوربند وړاندیز په اړه له نورو فلسطیني ډلو سره بحث کوي.