Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: باور لرم چې تهران غواړي معامله وکړي

ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، جینوا کې به ایران سره خبرو کې په غیرمستقیم ډول ښکېل وي او باور لري چې تهران غواړي یوه معامله وکړي.

هغه نن سه‌شنبه د یران اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ له خبرو پیلېدو وړاندې خبریالانو ته وویل: «زه به په غیر مستقیم ډول په دې مذاکراتو کې برخه واخلم. او دا به خورا مهم وي.»

ډونالډ ټرمپ ایران سره هوکړې ته پر رسېدو ټینګار کړی.

د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي امریکا سره تر غیرمستقیمو خبرو مخکې د لیدنو لپاره سویس ته تللی دی.

د ایران او امریکا ترمنځ دویم پړاو اټومي خبرې نن (سې‌شنبه، دلو ۲۸ / فبروري۱۷) د سویس جینوا ښار کې ترسره کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو له دې سره سره، دا خبرې له جدي خنډونو سره مخ دي.

واشنګټن له ایرانه غواړي چې د یورانیمو بډایه کول ودروي او د خبرو اجنډا پراخه کړي، څو غیراټومي موضوعات هم په‌کې شامل شي.

خو ایران په دې ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی او یوازې د بندیزونو لرې کولو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام د محدودیتونو په اړه خبرو ته چمتو دی او د یورانیمو صفر بډاینه او خپله توغندیزه وړتیا د خبرو وړ نه بولي.

دا خبرې داسې حال کې ترسره کېږي چې سیمه کې د امریکا پوځي حضور پراخ شوی او د سپاه‌پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په هرمز تنګي کې پوځي تمرینونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام