Asset 1SWN

ډونالډ ټرمپ: حوثیان به په بشپړه توګه له‌منځه لاړ شي

donaldtrumpwhistleblower

د امریکا ولسمشر ډونالډ خبردری ورکړی چې د ایران له ملاتړ برخمن د یمن حوثي ډله به د امریکا د هوايي بریدونو په پایله کې په بشپړه توګه له‌منځه یوړل شي.

ډونالډ ټرمپ په یوه پیغام چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ایران ته خبرداری ورکړی چې د حوثیانو له ملاتړ لاس او په وینا یې، اجازه ورکړي چې حوثیان په خپله جګړه وکړي.

ټرمپ ویلي، د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې حوثي ډلې ته پراخ زیانونه اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړه: «ګورئ به چې څنګه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږ. حتا دا یو برابره جګړه هم نه‌ده او نه‌ به وي. هغوی به په بشپړه توګه له‌منځه یوړل شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی، که د حوثیانو بریدونه ډېر شي، ایران به یې، مسوول وي او په وینا یې، د یاد وضعیت دوام به تهران ته ناوړه پایلې ولري.

د ایران سپاه پاسداران بیا وايي چې حوثي ډله خپلواکه ده او عملیاتي او ستراتیژیکې پرېکړې په خپلواک توګه نیسي.

بل‌خوا حوثیان وايي چې پر اسراییلو بالېستیک توغندی توغولی او راتلونکو ورځو کې به ورته بریدونه پراخ کړي.

حوثي ډلې دغه برید غزه کې د اسراییلو د بریدونو د پیل په غبرګون کې کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام