د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د غزې جګړه به تر راتلونکو دوه ـ درې اونیو پایته ورسیږي.
ټرمپ تېره ورځ (دوشنبه، سنبله ۳) د سویلي کوریا ولسمشر ليجې میونګ سره د لیدنې پر مهال ویلي، فکر کوي نړۍ به تر راتلونکو دوه یا درې اونیو غزه کې یو نسبتا ښه او قاطع پای وویني.
هغه وویل: «غزه کې د نږدې دوه کلنې شخړې پایته رسولو لپاره جدي “ډیپلوماتیک فشار” روان دی.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم د غزې جګړې پایته رسولو په اړه خبرې کړي، خو نه یوازې جګړه نه ده ختمه شوې، بلکې نور هم خونړۍ او پراخه شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال دي چې اسراییلو کې دننه پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د لنډمهاله اوربند د منلو لپاره فشار زیات شوی دی.
د یادونې ده چې غزه کې د اسراییل له لوري د ملکي وګړو، خبریالانو او ډاکټرانو د وژلو، بمباریو او قحطۍ پراخېدو پر وړاندې نړیوالې نیوکې مخ په زیاتېدو دي.
اسلامي امارت هم تېره ورځ یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د اسراییل جنايتونه او ټولوژنې په کلکه غندلي.
ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، که غزه کې جګړه ونه درول شي او بشري مرستې ډاډمنې لارې ونهلري، نو د ملکي تلفاتو شمېر به لا پسې ډېر شي.