Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ‌ ټرمپ: اروپا د ځان‌وېجاړولو پر لور روانه ده

2S35Y0F Washington, United States. 08th Jan, 2025. President-Elect Donald Trump gives remarks after meeting with Senate Republicans in the Ohio Clock Corridor of the Capitol Building in Washington DC, on Wednesday, January 8, 2025. (Photo by Aaron Schwartz/Sipa USA) Credit: Sipa US/Alamy Live News

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس په اقتصادي غونډه کې د وینا پرمهال پر اروپايي ټولنې نیوکه کړې چې اروپا پر ناسم لوري روانه ده او په وینا یې، د ځان‌وېجاړولو هڅه کوي.

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا د اروپا خلکو ته ارزښت ورکوي او پر هغو اړیکو باور لري چې امریکا او اروپا سره متحدوي. هغه ټینګار وکړ چې غواړي یو پیاوړی او متحد لوېدیځ او داسې اروپا ولري چې د امریکا متحده پاتې شي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې هغه غواړي ګرینلنډ ترلاسه کړي، نه دا چې اجاره یې کړي. د هغه په وینا، له امریکا پرته د ناټو هېڅ یو غړی هېواد د دې توان نه‌لري چې د ګرینلنډ دفاع وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ټرمپ په وینا، د ناټو ټول غړي هېوادونه باید د ځان د دفاع وړتیا ولري او ټینګار یې وکړ چې له دې اتحادیې یې تر ټولو مهمه غوښتنه د ګرینلنډ ساتنه ده.

هغه همدارنګه وویل چې د ډنمارک او ګرینلنډ خلکو ته درناوی لري او چمتو دی چې د دې ټاپو د پېرلو په اړه خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام