د هېواد په ۹ ولایتونو کې له ۱۵ ښځو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې ۱۳ هغوی د خپلو مېړنو، یوه د خپل پلار او یوه هم د بلې ښځې له لوري فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي.
په دې راپور کې مرکه شویو ښځو ویلي چې د ماشومانو په ژوند او روزنه کې د مېړه کورنۍ د لاسوهنې مخنیوي، د کور کارونو په ترسره کولو کې د ځنډ او د نارینهوو روږديتوب په څېر د لاملونو په دلیل وهل ټکول شوي او یا ورسره ناوړه چلند شوی.
د دوی په باور، دا لاملونه نه شرعي دي او نه هم د فزیکي تاوتریخوالي مستحق دي.
د فاریاب د میمنې ښار اوسېدونکې۲۵ کلنه مریم چې له واده یې اته کاله تېرېږي، وايي چې څو ځله د خپل مېړه له لوري وهلټکول شوې؛ هغه تاوتریخوالی چې په وینا یې، د هغې له چلند سره هېڅ تړاو نهلري.
«ډېر وختونه به د وړو مسایلو له امله وهلټکول کېدم، لکه د خوړو ناوخته چمتو کول یا له خپلې کورنۍ سره خبرې کول. کله به په څپېړو او سوکونو وهل کېدم او کله به یې په لرګي یا د کور په وسایلو وهلم. د دې چلند لامل به غوسه او اقتصادي ستونزې وې. کله چې مې مېړه کار نهدرلود یا به له کوره بهر له چا سره په ستونزه اخته شو، خپله غوسه به یې په کور کې پر ما سړوله.»
همداراز د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکې۳۰ کلنه زینت رسولي وايي چې د ګډ ژوند په چارو کې د مېړه د کورنۍ د لاسوهنې د مخنیوي او کله ناکله د کور د کارونو په ترسره کولو کې د ځنډ له امله، د خپل مېړه له لوري فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوې.
هغې وویل: «څو ځله سخته وهلټکول شوې یم. هم په څپېړو او په سوکونو وهل شوې یم او یو ځل خو په لرګي هم ووهل شوم چې پښه مې ټپي شوه. همدارنګه یو ځل یې له کوره هم وایستم. د دې تاوتریخوالو ډېری لاملونه واړه موضوعات، زما د اولادونو اړوند مسایل او د مېړه د کورنۍ لاسوهنې وې. که به مې مخالف نظر ورکاوه یا به مې له خپل حقه دفاع کوله، نو ځواب به یې په تاوتریخوالي راکاوه.»
د دې راپور له مرکه شویو ښځو څخه پنځه یې وايي چې که څه هم مالي خپلواکي لري، خو بیا هم د خپلو مېړونو له لوري وهلټکول کېږي.
د کابل اوسېدونکې۳۳ کلنه اسما وايي، سره له دې چې د کور د لګښتونو ډېره برخه پخپله برابروي، بیا هم له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ ده؛ هغه تاوتریخوالی چې په وینا یې، د رواني زیانونو ترڅنګ یې بدني ټپونه هم پرېښي دي.
هغې وویل: «د کور شاوخوا ۹۰ سلنه لګښتونه او د لوڼو ټولې اړتیاوې زه پخپله برابروم. خو بیا هم څو ځله د خپل مېړه له لوري وهلټکول شوې یم. څپېړې، سوکونه او لغتې مې تجربه کړي. د تاوتریخوالي کچه دومره زیاته وه چې د ملا وروستۍ مرۍ مې زیانمنه شوې او اوس سم ناسته او پاسته نه شم کولی. مېړه مې وهي او راته وايي ولې زما په جیب کې پیسې نه ږدې؟ دا موضوع راته ډېره سپکوونکې او دردونکې ده، ځکه له مالي خپلواکۍ سره سره بیا هم له تاوتریخوالي سره مخ کېږم.»
یوازې هغه ښځې چې مېړونه لري وهلټکول نهخوري، بلکې د پلار په کور کې د نجونو وهل ټکول هم د ځینو کورنیو له ناسمو دودونو څخه ګڼل کېږي.
د هرات ښار د حاجيآباد سیمې اوسېدونکې۲۱ کلنه نسرین عليداد هم وايي چې د خپل پلار د بېکارۍ او روږديتوب له امله وهلټکول شوې.
نوموړې زیاتوي، سره له دې چې خپلې ورځې د مرۍ ګنډلو په کار تېروي، خو ه ده چې خپل ګټه پلار ته ورکړي، څو خپله او مور یې د تاوتریخوالي له ګواښه خوندي پاتې شي.
«یوازې زه نه یم چې وهلټکول کېږم، بلکې مور مې هم وهل کېږي. ډېر وختونه په کور کې د لګښت لپاره هېڅ پیسې نه وي، پلار مې لګښت نه راکوي. زه او مور مې په کور کې د مرۍ ګڼدلو په څېر کارونه کوو، خو هغه عاید هم پلار مې په ښکنځلو او شورماشور سره له موږ اخلي. هر ځل چې ما هڅه کړې د پلار مخه ونیسم، څو مور مې ونه وهي، زه یې له کوره ایستلې یم او راته یې ویلي چې بېرته را نهشې. خو زه یوه نجلۍ یم او بل ځای نه لرم، څو ساعته د ګاونډي په کور کې پاتې کېږم او بیا بېرته خپل کور ته ستنېږم.»
د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې هم ټینګار کوي چې د مېرمنو پر وړاندې فزیکي تاوتریخوالی ډېر شوی او لامل یې د کافي پوهاوي نشتوالی دی.
د دوی په وینا، د قانوني سزاوو په ټاکلو او عملي کولو سره د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي کچه راکمېدی شي.
د ښځو د حقونو فعاله فروزان داوودزۍ وايي: «افغانستان کې تاوتریخوالی شته او له بدهمرغه ورځ تر بلې زیاتېږي. د دې عمده لاملونه په ټولنه کې د پوهاوي نشتوالی، د زدهکړو ټیټه کچه، اقتصادي ستونزې او ټولنیزې او دودیزې ستونزې دي چې د وخت په تېرېدو لا زیاتېږي. حکومت باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د پوهاوي پروګرامونه او د مجازاتو مېکانېزمونه ولري، ځکه که په ټولنه کې د سرغړوونکو لپاره سزا موجوده نه وي، موضوع عادي ګڼل کېږي او هغه کسان چې دا ډول کړنې ترسره کوي، هېڅ پام ورته نه کوي.»
د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان هم وايي، که ښځې بې له کوم شرعي دلیل څخه وهلټکول او له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شي او دا کار د هغوی د بدن د زیان او د انساني حقونو د نقض لامل شي، نو د قوانینو، شریعت او عرف له مخې، هغوی ته د دعوا د اقامې او د حق د غوښتنې اجازه ورکړل شوې.
حقوقي کارپوه پرویز خلیلي وايي: «هر کله چې یوه ښځه وهلټکول کېږي، له تاوتریخوالي او شکنجې سره مخ کېږي او د بدن غړي یې زیانمن شي او په ښکاره ډول څرګنده وي چې تاوتریخوالی شوی او زیان ورته اوښتی، ښځه درد احساسوي او طبي او قانوني ادارې هم دا تایید کړي چې فزیکي تاوتریخوالی او ناوړه چلند د شریعت او قانون خلاف ترسره شوی، نو ښځه حق لري سمدستي دعوا اقامه کړي، د تاوان جبران وغواړي او مقابل لوری مجازات شي. دا حق د اسلامي محکمې له مخې ورته ورکړل شوی شرعي حق دی.»
اخوا، یو شمېر دیني عالمان هم وايي چې د دیني او شرعي لید له مخې، نارینه حق نهلري چې د خپلې کورنۍ پر ښځو تاوتریخوالی وکړي یا هغوی ته زیان ورسوي.
د شرعي اصولو له مخې باید له ښځو سره په نرمۍ او درناوي چلند وشي.
دیني عالم وحیدالله واحدي د اسلامي شریعت له نظره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع په تأیید سره وايي:
«د شریعت او محمدي اصولو له مخې، له ښځو او ماشومانو سره تاوتریخوالی په قطعي ډول حرام دی. البته د تأدیب لپاره یوازې په محدود او جواز لرونکي اندازه اجازه شته، داسې چې پر سر او مخ نهوي، زخم او ټپ رامنځته نهکړي او د بدن کوم غړی زیانمن نهکړي چې معلولیت رامنځته شي. د شریعت له نظره ښځې لطیف جنس بلل شوي، نو باید له هغوی سره په نرمۍ چلند وشي او له تاوتریخوالي ډډه وشي.»
دې سره، د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښځو پر ملاتړ او د کورنیو شخړو د هواري پر تعقیب ټینګار کوي.
د دې وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر سلاموطندار ته وايي: «هېواد کې په دواړو لورو کې کورنۍ له ښځو سره د تاوتریخوالي له پېښو سره مخ دي. په دې برخه کې موږ په تېرو څلورو کلونو کې شاوخوا دوه لکه قضیې درلودې چې د ښځو کورنۍ ستونزې پکې حل شوي. داسې ورځې ډېرې کمې وي چې په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې له ۳۵ سلنې څخه کم ووسي. هغه څه چې خلک فکر کوي چې په مرکز کې د عامه پوهاوي کچه لوړه ده او ستونزې نه شته، داسې نه ده، په کابل کې هم هره ورځ شاوخوا ۱۰ د تاوتریخوالي او کورنیو ستونزو قضیې ثبتېږي چې تعقیب او حل کېږي، ځکه خلک ورو ورو د خپلو ښځو له حقونو څخه باخبره کېږي.»
د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې خپور شوی، په تېرو دوو کلونو کې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ د افغان ښځو او نجونو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی او شاوخوا ۱۴.۲ میلیون ښځې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.