Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا ته د پزشکیان خبرداری: په ‌خامنه‌يي برید د بشپړې جګړې مانا لري

د ایران ولسمشر پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې د امریکا لخوا په مذهبي مشر ایت‌الله علي‌خامنه‌يي برید به د “بشپړې جګړې” مانا ولري.

هغه ویلي چې پر هېواد یې د امریکا هر ډول برید به “سخت غبرګون” رامنځته کړي او په مذهبي مشر برید به د ایراني ملت پر وړاندې د بشپړې جګړې سره برابر وي.

د ایران ولسمشر امریکا د هغو لاریونونو مسووله وبلله چې تېرو څو اونیو راهیسې ایران کې دوام لري او پرمهال یې د زرګونه لاریون کوونکو د وژل او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي.

پزشکیان همدارنګه وویل: «که د ایران خلکو په ژوند کې سختۍ او محدودیتونه شتون لري، نو یو له اصلي لاملونو څخه یې د امریکا حکومت او د متحدینو لخوا یې لګول شوي اوږدمهاله غیر انساني بندیزونه او دښمني ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مسعود پزشکیان ګواښونه داسې مهال دي چې د ایران قضایه قوې ویلي، ښايي د وروستیو ناکراریو په جریان کې د نیول شویو خلکو اعدام ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ پولیټیک سره مرکه کې د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د نږدې ۴۰ کلنې واکمنۍ د پایته رسولو غوښتنه وکړه او هغه یې “یو ناروغ سړی وباله چې باید خپل هیواد په سمه توګه اداره کړي او د خلکو وژنه ودروي.

د یادونې ده چې ایران کې د ناکراریو وروستۍ څپه د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۸مه تهران څخه د اسعارو بیو پر وړاندې د سوداګرو له اعتراض پیل شوه، خو په چټکۍ سره نورو ښارونو ته وغځېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام