Asset 1SWN

سلام وطندار

خوست کې ډاکټران: د ښوونځیو له ښوونکو د درملنې فيس نه‌اخلوو

شهر-خوست-2-qawaxbvoskq91uzblrlw6rd97w78cxvi9161fdn5ag

خوست کې ډاکټرانو تازه پرېکړه کړې چې دې ولايت کې د شته دولتي او خصوصي ښوونځيو له ټولو ښوونکو به د درملنې پر مهال هېڅ فيس نه‌اخلي.

خوست کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر عبدالحکیم ځدراڼ وايي، دا پرېکړه یې، له دې امله کړې چې له يوې خوا د ښوونکو اقتصادي لاسنيوی او له بل اړخه ټولنه کې د دوی د خدمتونو درناوی وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل، ياده پرېکړه به په مرکز او ټولو ولسواليو کې پلې کېږي.

د ده په وینا، خوست کې له ۴۰۰ ډېر ډاکټران شته چې د ښوونکو فيس په معافيت کې ونډه لري او هڅه کوي ښوونکو ته د درملنې نورو برخو کې هم د وړيا خدماتو زمينه برابره کړي.

هغه وویل: «د معلمانو د معاشاتو د کموالي له وجې نه موږ هم په شخصي امکاناتو مخکې هم فيس ندی اخيستی خو اوس مو رسما د مطبوعاتو لارې دا ابلاغوو چې موږ سر له دريو ورځو به موږ د هيڅ استاد، هيڅ معلم نه چې استاد وي هيڅ ډاکټر به فيس نه ترې اخلي هغه نه په مرکز کې او نه هم په ولسواليو کې.»

له دې سره، خوست کې یوشمېر ښوونکي بيا ياده پرېکړه غوره اقدام بولي او وايي، د ښوونکو د ژوند ښه کېدو لپاره بايد لا ډېرې هڅې وشي.

یوه ښوونکي نعیم دریځ وویل چې ډېری ښوونکي د کورنيو اړتياوو پوره‌کېدو لپاره، فزيکي کارونه هم کوي چې په ښوونيز بهير ناوړه اغېز کړی.

هغه وویل: «دې مسلې د اقتصادي اړخ نه معنوي اړخ ډېر مهم دی ځکه ښوونکو سره فکر پيدا کيږي چې په ټولنه کې داسې وګړي شته چې د دې طبقې هم ورسره دی.موږ تاسو ټولو ته معلومه ده چې ښوونکي په افغانستان کې هغه طبقه کې راځي چې نسبت معاشات يې په نشت حساب دي دوی د ژوند اړتياوې په هغه ډول چې لازمې دي نميايي هم نشي پوره کولی. دا ډېر مهم اقدام دی او هيله ده نورې ټولنې او نور ارګانونه به له دې عبرت واخلی او ښوونکو ته به نورې برنامې وړاندې کړي.»

یوه بل ښوونکي وحيد ژمن وويل: «زموږ اکثرا ښوونکي داسې دي چې نيمه ورځ ښوونځيو کې تدريس کوي او په څنګ کې نيمه ورځ ورسره نور کارونه کوي ولې دا ښوونځي معاشات چې دي دا دوي د ژوند ضرورتونه نشي پوره کولی که چېرته يې دا ضرورتونه پوره شي ښوونکي به تدريس چارو ته وزګار شي او ښه اماده ګي به ونيولی شي تر څو زموږ د تعليمي بهير په غوړيدا کې مهم رول ولري.»

خوست کې ټولنيز فعال نقيب الله ځلاند بيا وايي، که څه هم دغه ولایت کې د ډاکټرانو له لوري له ښوونکو د درملنې فیس نه‌اخېستو پريکړه به د هغوی اقتصادي وضعيت کې هغومره موثر تمامه نه‌شي، خو په وینا یې، د ښوونکو لپاره معنوي ارزښت لري او د دوی د هڅونې لپاره مهمه ده.

نوموړي وویل: «چون کې په افغانستان کې هغه ډول د ښوونکي لپاره امکانات په نظر کې ندي نيول شوي نو په همدې خاطر چې ښوونکي لا تشويق شي او ټولنه د سمون په لور رهي شي په همدې خاطر ياد نوښت ترسره شو چې له ښوونکو به فيس نه اخيستل کيږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خوست کې له ښوونکو د درملنې فیس نه‌اخېستو پريکړه داسې مهال کيږي چې د هيواد په کچه ښوونکي د کمو امتيازاتو د ورکړې له امله اقتصادي ستونزو څخه شکايت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام