Asset 1SWN

سلام وطندار

ډاکټران: اومېندوارۍ کې د موبایل کارونه د مور او ماشوم روغتیا ته زیان رسوي

Untitled design

د کونړ یوشمېر ډاکټران وايي، د اومېندوارۍ پرمهال د موبایل ډېره کارونه، د مور او ماشوم روغتیا زيانمنوي چې ورسره د مور بې‌خوبي، فشار ټېټېدل او عضلاتو دردونه پيدا کېږي.

د مرکز اسعداباد ولايتي روغتون کې داکټره پلوشه وايي، د اومېندوارۍ پرمهال د موبایل زيات استعمال د جنين وده او حجرې زيانمنوي او د مور او ماشوم پر روغتیا ناوړه اغېزې لري.

نوموړې له اومېندوارو مېرمنو غوښتنه وکړه چې د خپلې روغتیا او سالم ماشوم لپاره د ټلیفون له زیاتې کارونې ډډه وکړي، څو له وخت وړاندې د ماشوم پیدا‌کېدو خطر هم ورسره کم شي.

هغې وویل: «که څه هم دا موضوع د څېړنې لاندې نېول شوې بد عواقب يې هم بیان شوي دي، د جنين د ودې اغېزمنېدل، څېړنو ښودلې ده، که يوه حامله ښځه ډېر وخت موبایل استعمال کړي، دا ممکن د جنين په ودې منفي اغېز ولري؛ مغزې ودې اختلال د موبايل څخه خارجيدونکې برقي څپې ممکن جنين د مغزي ودې په حجرو منفي اغېز وکړي؛ د خوب ګډوډي او فشار  د  موبایل ډېر استعمال کولای شي، د خوب سيستم ګډوډ کړي او د خوب کمښت د مور او جنين په صحت ناوړه اغېز لري؛ ځينې راپورونه ښايي، چې د موبایل ډېر استعمال کولای شي، مخکې د ماشوم زېږون خطر زيات کړي.  لازمه ده د اميدوارۍ پرمهال موبایل کم وکارول شي او تر ډېره دې له بدنه لېرې وساتل شي، دشپې لخوا دې موبایل ځان سره نه اېښودل کېږي، هېډ فون دې وکاروي تر څو ټليفون موثر وکارول شي او د موبایل استعمال په ځای دې کتاب لوستل، فزيکې کارونو او ارام ته لومړيتوب ورکړل شي.»

د کونړ د ولایتي روغتون یو بل ډاکټر اکرام‌الله دانش بیا وايي، سره له دې چې د موبایل کارونه پر جنین مستقیم اغېز نه‌لري، خو د مور وجود ته ستونزې پېښولی شي او په پایله کې ماشوم هم اغېزمنیږي.

د یاد ډاکټر په وینا د عضلاتو دردونه، د ملا ستونزې او د خوب ګډوډي هغه اغېزې دي، چې د موبايل له زيات استعمال سره منځ ته راځي.

نوموړي وویل: «هغه زنانه چې هغوی حمل ولري، یعنې ماشوم ولري، موبایل مستقيما دومره خاص تاثير نه لري، خو دومره به ياداوري وکړم چې د موبایل شعاوې مستقيما تاثير نه لري، خو دومره ده، د موبایل زيات استعمال د ډېر وخت وي، لومړی تاثير په مور باندې  واردېږي، فشار يې ټيټيږي، خوب به يې تښتي، د عضلاتو دردونه پيدا کېږي، ملا درد ورسره پيدا کېږي؛ که چيرته مور ته دغه ستونزې پيدا شي، دغه ستونزو په اساس جنين ته هم زيان رسېدلی شي، يعنې د جنين عصبي سيستم به کمزوری کېږي، جنين به نه پرېږدي، جنين هغه مرحله چې ماشوم پکې جوړېږي، د ماشوم وده صحيح نه شي کولای، چې دغې سره ماشوم سوی تغذيه کېږي.»

په ورته مهال یوشمېر اومینداورې مېرمنې هم د موبایل یا ځیرک ټیلیفونونو او نورو ساده موبایلونو کارونې له ناوړه اغېزو څخه یادونه کوي.

فاطمه چې د کونړ د شيګل ولسوالي د کڼاسير کلي اوسېدونکې ده، وايي، د اوميدوارۍ پرمهال یې د موبايل کارولو له امله سردرد، په سترګو تياره او د زړه بدوالی درلود.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې وویل: «موبايل خو د ضرروت څېز دی او کله چې مو ضرروت شوی استعمال کړی مو دی، هو داسې هم شوي دې چې د حامله ګۍ په دوران کې مو تليفون کارولی دی، له ډېرې استفادې څخه مو په سر يو ډول بوج راغلی په سترګو مو تياره شوې ده او حتی د زړه بدوالی پیدا شوی دی، دا خو معلومه خبر ده، چې د تليفون زيات استعمال يعنې زيات اضرار لري، بلخصوص عصبي سیستم تر تاثير لاندې راولي، قلبي سیستم حرکات خرابوي، بلخصوص حامله خويندې خو تر بېخې ډده وکړي، ځکه مور ته ضربه، ماشوم ته ضربه ده، که مور سالمه وي سالم اولاد نړۍ راوړي»

د کونړ یوه بله اوسېدونکې ثنا له ټولو مېرمنو غوښتنه کوي چې د موبایل کارونه کمه کړي. دې وویل، کله چې کار نه لري، د لږ وخت لپاره ټلیفون استفاده کوي څو ماشوم ته یې زیان ونه رسیږي.

هغې زیاته کړه: «استعمالوم يې درې دقيقي ياد دې څخه زيات شي زياتې ستونزې پیدا کوي، زه دوه ماشومان لرم، کله چې ماشوم ته شېدې ورکوم، بل ماشوم ځي، ځان ژوبلوي يا برق يو څه کې ګوتې وهي، موبايل استعمالوو، نو زياتې ستونزې جوړوي، کله چې وزګار شو، نو استعمالوو، ځکه بیا د ماشومانو بوج وي، د کور د کار بوج وي، خپله تکليف کې یوو يا مريضي وي، نو هغه وخت کې چې ماشوم ته شېدې ورکوو، کېنو او موبایل استعمالوو، دې وخت کې ځکه استعمالوو، چې وزګار يو»

روان پوهان یوازې د امینداورو مېرمنو لپاره نه بلکې پر ټولو موبایل لرونکو د ټلیفون زیاتې استفادې څخه د ناوړه اغېزو یادونه کوي.

د کونړ سیدجمال الدين افغاني پوهنتون د ارواپوهنې استاد اسدالله کليوال وايي، د اومېندوارۍ پرمهال د موبايل ډېر کارول مېرمنې د واقعي ژوند او ټولنېزو اړيکو څخه لرې کوي.

دې وويل، که يوه اميدواره ښځه د موبايل سره عادته شي، ذهن يې ارام نه وي او دا مستقيما په ماشوم هم اغېز کوي.

هغه وویل: «کله چې حامله ميندې موبايل ډېر استعمالوي، نو دا ددې سبب کېږي، چې دوی له ريښتينې او واقعي ژوند څخه لېرې شي او د موبايل مجازي نړۍ ته ورداخلې شي او کله چې دغسې يو حالت رامنځته کېږي، دوی له واقعي ژوند څخه لېرې دي، هغه ډول چې اړينه ده، دوی د ټولنېزو اړيکو، ټولنېز واقعي ژوند څخه ګټه نه شي اخيستی؛ د موبايل زيات استعمال خپله د اضطراب، بې خوبۍ او د استراحت د وختونو د ګډوډېدو سبب کېږي، دا بیا د حامله ميندو پر جنين باندې منفي اغېزې لري او د دوی روغتيا ته هم زيان رسوي او د جنين په وده هم منفي اغېزې لري.»

غوښتنې دا دي چې ټول موبایل کارونکي خپل وخت مدیریت کړي، په مناسب وخت کې له ټلیفون څخه ګټه واخلي او خپلې اړتیاوې پرې حل کړي.

له دې پرته زیاته ګټه اخیستنه د روغتیايي ستونزو تر څنګ ټولنیزې اړیکې زیانمنوي او اجتماعي ژوند کې ګډوډۍ له ځانه سره راوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام