د اومېنداوري دیابت یا شکر هغو شرایطو ته ویل کېږي چې د لومړي ځل لپاره د اومېندواري پرمهال د شکر لوړېدل ولیدل شي.
د نسايي-ولادي برخې متخصصه زرغونه محبت وايي چې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې مراجعهکوونکې اومېندوارې مېرمنې د اومېندواري پر دیابت اخته دي. نوموړې له وخت وړاندې یا د زېږون پرمهال د ماشوم له لاسه ورکول، لوړ وزن، د وینې لوړ فشار او نور لاملونه پر دې ناروغۍ د اختهکېدو د پایلې په توګه یادوي.
د یادې ډاکترې په وینا، د اومېندواري دیابت په راتلونکو اومېندواریو کې د یادو ناروغیو د ډېروالي لامل هم کېږي.
هغې وویل: «د اومېندوارۍ شکرې (Gestational Diabetes) تشخیص په لوږه غېټه، د وینې د ازموینې (FBC) له لارې سپارښتنه کېږي. همداراز، د HBV A1C ازموینه د تېرو درېوو میاشتو د وینې د قند عمومي کچه ښيي. یو بل مهم ازمون د ګلوکوز چلنج ټېسټ (Glucose Challenge Test) دی چې د اومیندواره مېرمنو د شکرې د تشخیص لپاره کارېږي. د اومیندوارۍ شکره معمولاً د اومیندوارۍ د ۲۴مې څخه تر ۲۸مې اوونۍ پورې تشخیصېدای شي، او که په وخت تشخیص شي، په اسانۍ درملنه او کنټرول کېدلی شي.»
د نسایي ـ ولادي متخصصه ډاکټره ساره یعقوبي، د اومېندوارۍ شکره یوه ارثي ناروغي بولي او وايي چې د اومیندواره ښځو د دې ناروغۍ د رامنځتهکېدو عواملو کې د ۲۵ کلونو څخه لوړ عمر، په کورنۍ کې د شکرې سابقه، په تېرې اومیندوارۍ کې د شکرې تجربه، د پولیکېسټیک تخمدان سنډروم (PCOS) او لوړ فشار شامل دي.
یعقوبي د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د مناسب غذایي رژیم په اړه وايي: «د غذایي رژیم مراعاتول چې پهکې پېچلي کاربوهایډرېټونه، کافي پروټین، مېوې او سبزيجات، د بورې او ناسمو غوړو کم استعمال او د ورځنۍ سپارښتل شوې بدني څارنې لکه منظم قدم وهل شامل وي، د اومېندوارۍ د شکرې د خطر په کمولو کې مهم رول لري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۳۰کلنه سبزینه چې د درې ماشومانو مور ده، وايي، د دویمې حملې وروسته د اومېندوارۍ شکرې ناروغي پیدا کړه. هغې ویلي: «شاوخوا د اومېندوارۍ په درېیمه میاشت کې مې پوه شوم چې شکر لرم. مخکې مې دا ناروغي نهلرله، خو په دوران کې مې د لوړ فشار او تنفس د ستونزو سره مخ شوم. مېوې او ډوډۍ ته مې زړه نهو او د لوړ فشار له امله مې ۱۵ ورځې مخکې له زېږون په روغتون کې بستر شوم. زېږون وروسته مې شاوخوا لس میاشتې درملنه ترلاسه کړه، څو روغه شوم.»
۴۰کلنه ماهجبین، د څلورو ماشومانو مور او ۲۸کلنه امنه، د دوو ماشومانو مور، هم په کندوز کې د اومېندوارۍ شکرې تجربه کړې. هغوی وايي چې دا ناروغي نه یوازې د دوی فزیکي روغتیا اغېزمنه کړې، بلکې ورځني ژوند او فعالیتونه یې هم تر اغېزې لاندې راوستي دي.
ماهجبین وایي: «په لومړي میاشت کې مې پوه شوم چې شکر لرم. ډېره تنده، د ژبې او خولې وچوالی، لوړ فشار، بېحالي او د لید کموالی زما نښې وې. زه د تنفس ستونزې هم لرلم او په تګراتګ کې مې ستونزې درلودې. د غذایي رژیم مراعاتول سخت و او ډېری هغه خوراکي توکي چې مې غوښتل، منع شوي وو. دا ناروغي زما د کور کارونو او ورځني ژوند پر فعالیتونو هم ډېر اغېز کړی و او تل مې د مرستې اړتیا درلوده.»
امنه وایي: «تنده، ستړیا، د زړه بدوالی، په بدن د رنګه داغونو ښکاره کېدل او تکراري ادرار زما نښې وې. زه هر هغه خوراک نه شم خوړلی چې مې غوښتل، ځکه زیان یې راته رسولی. کله چې روغتیا ښه نه وي، نو کار او ورځنی ژوند هم اغېزمن کېږي. زه د خپلې درملنې نه راضي یم او ښه شوم؛ خو اندېښمن یم چې په راتلونکو حملو کې بیا د امېندوارۍ شکرې سره مخ شم.»
د اومېندوارۍ شکره یوه نسبتاً عامه ناروغي ده چې د ښځو په منځ کې ډېره پېښه کېږي او کولای شي، د مور او ماشوم روغتیا ته جدي اغېز ورسوي.
روغتیايي متخصصان وايي، د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره سالم غذایي رژیم، منظم ورزش، د حبوباتو او سبزیجاتو کارول او د ډاکټرانو سپارښتنو ته پاملرنه خورا مهم اقدامات ګڼل کېږي.
د متخصصانو په وینا، دا تدابیر نه یوازې د شکرې د خطر کمولو کې مرسته کوي، بلکې د امېندوارۍ په دوران کې د مور او ماشوم روغتیا ساتي او د پېښو جدي پایلې کموي.