Asset 1SWN

سلام وطندار

ډیمیټري مدودف: روسیه نړیواله جګړه نه‌ غواړي

Dmitry-Medvedev-2023

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف ویلي چې نړۍ یو «ډېر خطرناک» پړاو ته داخله شوې، خو ټینګار یې کړی چې مسکو د درېیمې نړیوالې جګړې غوښتونکی نه‌دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اوکراین جګړه له ۲۰۲۲کال راهیسې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ تر ټولو لوی تقابل بلل کېږي.

له دې سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دولت د استازیو له لوري د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو هڅې روانې دي او کرملین له واشنګټن سره د اړیکو بیا پیل هیله‌بښونکی بولي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د رویټرز د راپور له مخې، مدودف د ټرمپ ستاینه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د نړیوالو لوبغاړو د زغم کچه راکمه شوې او د ناسمې محاسبې خطر زیات شوی دی.

هغه وویل روسیه «لیونۍ» نه‌ده او نړیواله جګړه نه غواړي، خو دا امکان یې هم په بشپړ ډول رد نه‌کړ.

مدودف لوېدیځ تورن کړ چې د روسیې امنیتي اندېښنې یې له پامه غورځولي او د مسکو د «سرو کرښو» په نه منلو سره یې د کړکېچ د پراخېدو خطر زیات کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام