Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې ښوونځيو ته په ۲۷ میلیونه افغانیو د درسي توکو وېش پیل شو

20250716_161059

د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د درسي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د پکتیکا ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ په مرکز او ۲۴ ولسواليو کې ښوونځيو ته د درسي کتابونو او نورو کېټونو د وېش لړی پيل شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو توکو کې(۴۲۵۰) کېټه درسي توکي چې د هر ښوونکي او زده‌‌کوونکي لپاره د دوی اړوند یوه تعلیمي بکسه او قرطاسیه او شاوخوا (۲۰) میلیونه افغانۍ ارزښت لري، د پکتیکا ولایت زرګونو ښوونکو اوزده‌کوونکو ته وېشل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې زياته شوې چې د دې ولایت په مرکز او ۲۴ ولسوالیو کې به (۶۴۱۸۲) درسي کتابونه هم ښوونځيو ته ووېشل شي چې شاوخوا ۷ ميليونه افغانی لګښت پرې کېږي.

په ياد شمېر درسي کتابونو کې (۵۲۷۴) د کلیوالي مدرسو درسي کتابونه، (۲۸۰۷۰) د عمومي برنامې تر څلورم ټولګي پورې کتابونه، او (۷۸۰۰) د متوسطه دورې لپاره د ښوونکو لارښود کتابونه شامل دي.

او همداشان د یو همکار بنسټ له لوري هم (۱۹۳۳۸) له لومړي تردریم ټولګي او (۳۷۰۰) د زده‌کوونکو لپاره د کېسو کتابونه ویشل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام