افغانستان کې یوشمېر هغه ځوانان چې له دې وړاندې یې، په دولتي او بېلابېلو بنسټونو کې دنده لرله، د بېلابېلو لاملونو له امله له دندې ګوښه شوي دي.
دې چارې نه یوازې د دوی ژوند اغېزمن کړی او هیلې ورمړاوې کړي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي وضعیت هم اغېز کړی دی.
سلاموطندار په دې راپور کې له ۱۸ هغو ځوانانو سره چې په کابل، بامیان، فاریاب، بدخشان، بادغیس، جوزجان، بغلان او سرپل کې له دندو ګوښه شوي، د وضعیت ارزونه کړې ده. دوی وايي، د نوې دندې موندلو لپاره یې، هڅې کړي، خو په وینا یې، بېپایلې وې.
یوشمېر هغه ښځې چې د خپلو کورنیو د اقتصادي لګښتونو اصلي بار یې پر غاړه درلود، اوس د دندې له لاسه ورکولو وروسته له درنو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ شوې دي. د دوی په وینا، د ښځو پر کار بندیزونه، د پروژو درېدنه او د ادارو د بودیجې کمښت، هغه مهم عوامل دي چې له امله یې دندې ترې اخیستل شوې دي.
صبرینا، د سرپل ۲۲ کلنه اوسېدونکې ده چې له دې وړاندې یې په یوه سیمهییزه رسنۍ کې کار کاوه،، دا وایي چې له دندې لرېکېدو وروسته لاهم وزګاره ده او نهده توانېدلې، نوې دنده پیدا کړي.
هغې وویل: «اوس وزګاره یم، ځکه له دندې څخه لرې کړای شوې یم. دفتر وویل چې بودیجه کمه شوې او مرستې کمې شوي دي. همدارنګه د اسلامي امارت له لوري ویل شوي چې ښځې چې په کور کې ناستې وي، باید معاش وانخلي او د ښځو حقوق دې بل ځای مصرف شي.»
۲۲کلنه نظیفه، د جوزجان اوسېدونکې او د یوې دولتي ادارې کارکوونکې وه. هغه هم ورته ستونزه لري. نوموړې وایي چې د دندې له لاسه ورکولو وروسته یې څو ځله د کار هڅه کړې، خو نه ده بریالۍ شوې.
هغې وویل: «هو، له تنقیص وروسته ډېر مې د کار لپاره منډې کړې، څو مناسبه دنده پیدا کړم، خو متأسفانه کامیابه نه شوم. په دولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي او هغه ښځې چې مخکې یې کار کاوه، له دندو لرې شوې دي. همدا وضعیت سبب شوی چې زه هم ونه شم کړی نوې دنده ومومم.»
د دغو ښځو د څرګندونو له مخې، د کار د فرصتونو نشتوالی، د ښځو پر فعالیتونو محدودیتونه او اقتصادي بېثباتي د دې لامل شوې چې ګڼې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ شي او ځوانې ښځې د راتلونکي په اړه له پراخې اندېښنې سره ژوند وکړي.
یوشمېر هغه ځوانان چې د خپلې کورنۍ یوازیني نفقه برابرونکي وو، وایي چې له دندې د منفککېدو وروسته د ژوند چارې ورته خورا سختې شوې او نهشي کولی د کور، درملو او خوړو په څېر لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
۲۹کلنه سمیه د بدخشان اوسېدونکې ده او وړاندې یې په یوه دولتي اداره کې دنده لرله. دا وایي چې د کورنۍ ټول لګښتونه یې پر غاړه وو او د کار له لاسه ورکولو وروسته له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ ده.
نوموړې وايي: «هو، زه د کورنۍ یوازینۍ نفقه برابرونکې وم. له تنقیص وروسته ژوند راته ډېر ستونزمن شوی. د کور کرايه، د ورځې مصارف، دوا او خواړه ټول ډېر فشار راباندې راووست. ځینې ورځې به نه پوهېدم له کومه پیل وکړم او څنګه د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۲۵کلن فهیم، د کابل اوسېدونکی دی او دوه کاله وړاندې د عدلیې وزارت څخه بېدلیله منفک شوی، هم ورته وضعیت لري. هغه وایي: «زه د کورنۍ یوازینی نانبر وم. له منفک کېدو وروسته ژوند سخت شو. ډېر مې هڅه وکړه چې مناسبه دنده پیدا کړم، خو بریالی نشوم.»
د راپور له ګډونوالو ۱۸ نور ځوانان د بېکارۍ له امله د رواني زیانونو په اړه ژورې اندېښنې لري. د دوی په وینا، د اوږدې کورنۍ ناستې په پایله کې په خپګان، ناامیدۍ او د پوچۍ په احساس اخته شوي دي.
۲۶کلنه فرشته او ۲۸کلنه مروه چې دواړه د بدخشان په یوه ښوونځي کې ښوونکې وې، له وزګارتیا وروسته خپل رواني وضعیت داسې بیانوي: «ډېری وخت به مې زړه تنګ و، د پوچۍ احساس مې کاوه، ستړې به وم او کله کله به مې له چا پټې اوښکې تویولې. روحي فشار ډېر زیات و؛ نه یوازې د پیسې د نشتون له امله، بلکې د هغې هویت د لهلاسورکولو له امله چې زما دنده یې راته جوړ کړی و.»
مروه هم ورته کیسه لري. «احساس مې کاوه چې ډېر بېارزښته شوې یم. خپګان مې دومره زیات شوی و چې کله ناکله به مې د ځان وژنې فکر هم کاوه. ناامیدۍ زما په ژوند تور سیوری غوړولی و. بیا هم هڅه مې وکړه چې له دې حالته ووځم،»
له رواني زیانونو سره سره، اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ځوانانو له دندو لرېکېدل د افغانستان د اقتصاد د جوړښت لپاره یوه ستره ضربه ده او کولی شي د ټولنې پر ثبات پراخ منفي اغېز ولري.
د اقتصادي چارو کارپوه، احمدولي سازش وایي، هر کله چې یو کس بېکاره کېږي، د بېکارۍ عمومي کچه لوړېږي او دا کار پر اقتصاد مستقیم اغېز کوي.
هغه زیاتوي: «کله چې یو څوک بېکاره شي، د ټول هېواد په کچه د بېکارانو شمېر لوړیږي او دا بهرنۍ او کورنۍ اقتصادي چارې زیانمنوي. د خلکو د پېرلو ځواک کمېږي، پانګونه کمیږي او په پایله کې د ټولنې عمومي اقتصادي وضعیت خرابېږي.»
بل اقتصادي کارپوه، محمدعیسی مبارز هم د تنقیص خطرناک ابعاد جوتوي. نوموړی وایي: «هر هغه څوک چې له دندې منفک کېږي، په ځانګړي ډول تجربه لرونکي کسان، له دولت او ټولنې سره د لویې ستونزې سبب ګرځي. کله چې په ادارو کې تجربه لرونکي افراد له دندو لرې شي، نه یوازې ادارې زیان ویني، بلکې د هېواد د بشري پانګې یوه مهمه برخه له منځه ځي،»
له بل پلوه، ټولنپوهان او ارواپوهان د ځوانانو بېکاري د فردي او ټولنیزو زیانونو له ستر لاملونو بولي او وايي چې دا حالت د ټولنې ثبات زیانمنوي.
ارواپوه محمدالله بلوچ، وایي: «د ځوانانو له دندو ایستل د کار په بازار کې د ګډوډۍ یو ستر لامل دی. بېکاري د ځوانانو په منځ کې د ناامیدۍ، اضطراب او رواني فشار سبب کېږي. د دې رواني فشارونو په پایله کې ممکن خپګان، فکري وسواس او ان د ځانوژنې فکرونه وده وکړي.»
ټولنپوه شعیب احمدي باور لري چې د ځوانانو د وړتیاوو له لاسه ورکول د ټولنې په تاوان تمامیږي. هغه وایي: «ځوانان ځانګړې انرژي او فکري ځواک لري چې د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي. که له دې ځواک څخه کار وا نه اخیستل شي، دوی ممکن اړ شي نورو لارو ته مخه کړي چې پایلې یې ټولنې ته زیان رسوي.»
موږ هڅه وکړه چې د امارت اسلامي د اړوند چارواکو نظر د ځوانانو د تنقیص په اړه واخلو، خو د ډېرو تماسونو او هڅو باوجود، ونه توانېدو. دا راپور څرګندوي چې په افغانستان کې د تنقیص شویو ځوانانو وضعیت بحراني او د اندېښنې وړ دی. بېکاري، رواني فشارونه، ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه او د کار د مناسب فرصتونو نشتوالی د ګڼو ځوانانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.