د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف د خوړو نړیوال پروګرام له مرستیالې رانیا الداش او افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له مشر جان ایلیف سره لیدلي.
د اقتصاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي حنیف طبیعي پېښو کې زیانمنو شویو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د بشري مرستو د دوام او د پراختیايي مرستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر تمرکز ټینګار کړی.
ښاغلي حنیف دغه لیدنه کې د بندیزونو لرې کېدل او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل د خصوصي سکټور د ستونزو د حل، بهرنیو پانګونو د جلب او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره مهم بللي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د راستانه شوو افغان کډوالو په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر ونډې او ملاتړ هم ټینګار کړی.
اخوا، د خوړو نړیوال پروګرام مرستیالې ویلي، نړیوالو مرستهکوونکو ته به د افغانستان د اړتیاوو روښانه انځور ورسوي، څو د انکشافي مرستو له لارې د اوبو کانالونو جوړول، د ښوونځیو تاسیس، د ټولنیزو خدمتونو پراختیا او د مسلکي او حرفوي زدهکړو پروګرامونه عملي شي.
افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام WFP مشر هم افغانانو سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.