Asset 1SWN

پکتيا کې د ۵۷ ميليونه افغانيو په لګښت پراختيايي پروژې پيل شوې

20250920_142925

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پکتيا په ډنډپټان او ځاځي‌اريوب ولسواليو کې بيارغونې ۱۳ پروژې پيل شوې چې ټول لګښت يې ۵۷ ميليونه افغانی کېږي.

د یاد وزارت د سرحداتو د ارزونې مرستيال محمداسماعيل غزنوي د دې پروژو پيل مراسمو کې وويل چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د ډيورنډ فرضي کرښي سره پرتو ولسواليو اوسېدونکو ستونزو د حل لپاره يادې پروژې منظورې کړې دي.

هغه دغه‌راز وويل: «په دغو ۱۳ پروژو کې د پاکو اوبو، مواصلاتي لارو جوړول، مسجدونه، روغتيايي کلينيکونه، د ښوونځيو ودانیو جوړول او د مخابراتي شبکو نصب کولو پروژې شاملې دي.»

د يادو پروژو پيل ته چې ډنډپټان ولسوالي قیمتي سيمه کې مراسم نيول شوي و، د پکتيا مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح‌الدین وويل چې په تېر کې د ډيورنډ فرضي کرښي سره پرتو سيمو خلک له ډېرو خدمتونو بې‌برخې پاتې شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ډاډ څرګند کړ چې د دې پروژو ترڅنګ به په راتلونکي کې هم د لرې‌پرتو سيمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅی وکړي.

د سيمې اوسېدونکي هم د يادو پروژو پيل ته خوښي څرګندوي.

د سیمې یوه اوسېدونکي اقبال نور وويل چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به يې د سيمې خلکو ستونزې تر يوه بریده راکمې شي، خو غوښتنه يې وکړه چې د روغتيا، سړکونو اساسي جوړول، د پوهنې او د څښاک پاکو اوبو د برابريدو برخو کې دې نورې پروژې هم ورته پلې شي.

د سيمې يوشمېر نورو اوسېدونکو هم غوښتنه وکړه چې يادې محرومې سيمې ته دې ډېره پاملرنه وشي.

د يادونې وړ ده چې ډنډپټان او ځاځي اريوب دوه هغه لرې پرتې ولسوالي دي چې په تېرو کلونو کې پکې د بيارغونې او پراختيا برخه کې ورته ډېر پام ندی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام