د پکتيا ډنډپټان او ځاځياريوب ولسواليو کې چې ډيورنډ فرصي کرښې سره پرتې دي د ۱۳ بيارغونې پروژو چارې پیل شوې چې ټول لګښت يې ۵۷ ميليون افغانۍ کيږي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسولان وايي، یادې پروژې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ډيورنډ فرضي کرښې سره د پرتو ولسواليو د اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره منظور شوي.
دغو ۱۳ پروژو کې د پاکو اوبو برابرول، د مواصلاتي لارو، د جوماتونو، روغتيايي کلينيکونو او د ښوونځيو ودانیو جوړول او د مخابراتي شبکو نصبول شاملیږي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحداتو د ارزونې مرستيال محمد اسماعيل غزنوي د يادو پروژو د پيل مراسمو کې وويل: «دغو ۱۳ پروژو کې د پاکو اوبو، مواصلاتي لارو، جوماتونو، روغتيايي کلينيکونو او د ښوونځيو ودانیو جوړول او د مخابراتي شبکو نصبول شاملیږي.»
د پکتيا د والي مرستيال مولوي انعام الله صلاح الدین وويل، په تېر کې د ډيورنډ فرضي کرښي سره پرتو سيمو خلک له ډیرو خدمتونو بې برخې پاتې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه ډاډ څرګند کړ چې د دې پروژو ترڅنګ به، راتلونکې کې هم د لرې پرتو سيمو د اوسيدونکو ستونزو حل لپاره هڅې وکړي.
د سيمې اوسيدونکي هم د يادو پروژو پيل ته خوښي څرګندوي.
د سیمې يو تن اوسيدونکي اقبال نور وويل: «د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د سيمې خلکو ستونزې تر يوه بریده راکمې شي، خو د روغتيا، سړکونو اساسي جوړولو، د پوهنې او څښاک پاکو اوبو برابريدو برخو کې دې نورې پروژې هم پلي شي.»
د سيمې يو شمېر نورو اوسيدونکو هم غوښتنه وکړه چې يادې محرومې سيمې ته دې پاملرنه ډېره شي.
د يادونې ده چې ډنډپټان او ځاځياريوب هغه دوه لرې پرتې ولسوالي دي چې تېرو کلونو کې یې د بيارغونې او پراختيا برخه کې ډېر پام نهدی شوی.