د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، نوموړی دې همدا فکر کوي چې د ایران اټومي صنعت یې لهمنځه وړی دی.
هغه ویلي: «د امریکا ولسمشر افتخار کوي چې د ایران اټومي صنعت یې بمبار کړی او لهمنځه وړی دی. ډېره ښه، په همدې فکر اوسه!»
خامنهيي دغه څرګندونې د ټرمپ هغو خبرو ته اشاره ده چې په وار وار وايي، امریکا د ایران- اسراییلو دولس ورځنۍ جګړې پرمهال د ایران د نطنز، فردو او اصفهان اټومي پروګرامونه لهمنځه وړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خامنهايي همداراز ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: «ته څوک یې چې یو هېواد چې اټومي صنعت لري، باید او نه باید ورته ووایې.»
هغه زیاته کړه چې ټرمپ هڅه وکړه چې په درواغو سره د سیمې، ایران او د ایرانیانو پرضد تبلیغات وکړي او د اسراییلو لپاره یو ډول روحیه او ځواک ښکار کړي، خو په وینا یې، دوی باید په امریکا کې د پورته شویو خلکو غږ ته هم پام وکړي.