په هرات کې یوشمېر شنډې ښځې د اولاد نه لرلو له کبله ځورېږي او وايي، په دغه ولایت کې د بېاولادۍ د درملنې بیه لوړه ده او دوی یې د پرې کولو وسه نه لري؛ نو له کلونو راهیسې د ماشوم په ارمان ناستې دي. دغه ښځې له سرپرست حکومت څخه غواړي چې په یاده برخه کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره یې دا ستونزې حل کړي.
دوهدېرش کلنه کریمه وايي، له کلونو راهیسې له بېاولادۍ څخه کړېږي او د درملنې وسه هم نه لري. هغه زیاتوي: «ما شپاړلس اووهلس کاله کېږي چې واده کړی، خو تراوسه ماشوم نه لرم. دولتي روغتون ته ورغلم، له بده مرغه هېڅ یې نه لرل؛ درمل یې نه لرل؛ بیا شخصي ډاکټرانو ته هم ورغلم. درملنه مې روانه ده؛ وايي بیا هم درملنه وکړه. اوس مو اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی؛ له دې نوره درملنه نهشم کولای.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات یوه بله اوسېدونکې ثریا هم بېاولادي ځوروي او وايي، که څه هم څو ځله ډاکټر ته ورغلې، خو نور د درملنې وسه نه لري.
نوموړې زیاتوي: «درې کاله کېږي چې واده مې کړی، خو تراوسه ماشوم نه لرم. یو ځل پاکستان ته ولاړم، ویل یې بیا راشه! کله کېږي چې سړی هر ځل د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي. څو ځله ښار کې خصوصي روغتونونو ته ورغلم، خو هغوی چې ناروغ وویني، وايي، ټولې معاینې وکړئ. څوک په دغو شرایطو کې د دومره پیسو ورکولو وسه لري.»
د هرات په زېږنتون کې یوه ډاکټره عاطفه امیني وايي، سره له دې چې دغه زېږنتون ته ډېرې بېاولاده ښځې ورځي، خو دوی یې د امکاناتو نه لرلو له کبله درملنه نهشي کولای.
د هغې په خبره: «له بده مرغه اقتصادي وضعیت هېڅکله نه مني چې موږ ناروغان بل ځای ولېږو، د لېږلو هېڅ سېسټم نه لرو؛ که خصوصي روغتونونو ته یې ورولېږو، دوی د یوې سيبيسي یا بلې ساده معاینې لپاره پیسې چې شاوخوا ۱۵۰ یا ۲۰۰ افغانۍ کېږي، نه لري. نو هغوی چېرته د بېاولادۍ د درملنې لپاره تللی شي، څو په لوړه بیه معاینې وکړي، له بده مرغه نه یې لري.»
بلهخوا د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال غلاممحمد حنیفي وايي، د هراتیانو د دې ستونزې د حل لپاره پر ځینو پلانونو کار کوي.
نوموړی زیاتوي: «د عامې روغتیا وزارت لومړیتوبونه مشخص دي. د عامې روغتیا وزارت په پالیسي کې بېاولادي لومړیتوب نهدی. نور موارد، لکه د مور او ماشوم روغتیا موږ ته لومړیتوب دی چې د یوه انسان ژغورل دي. په هغه برخه کې هم ځینې اقدامات شوي دي.»
د یادونې ده چې د هرات اوسېدونکې یوازې د بېاولادۍ له ستونزې څخه نه کړېږي، بلکې تر اوسه په هېواد کې د بېاولادۍ د درملنې لپاره هېڅ روغتیايي مرکز نهدی جوړ شوی او دا لامل شوې، څو هغه کسان چې مالي امکانات لري، یا خصوصي روغتونونو ته ورځي یا هم له هېواده بهر درملنه کوي.