د لوګر په مرکز پلعلم کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د زمري۲۴ په مناسبت جوړې شوې يوې غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړو مسوولانو، د لوګر سیمهییز چارواکو، قومی مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر والي قاري صلاحالدين ايوبي وویل: «څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د الله په مرسته او د باتورو افغانانو د تورې په زور له غربي ښکېلاک څخه موخپلواکې وګټله، اوس الحمدالله افغانانو د الله په مرسته او د اسلامي امارت د مشرتابه د هلو ځلو په پایله کې د یو واحد او مرکزي حکومت خاوندان یو.»
بلخوا د کورنیو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالله مختار وویل، افغانان وروسته له څلورو لسیزو سیاسي، اقتصادي پراختيايي، فرهنګي، جغرافيوي او هر اړخيزې خپلواکي ته رسېدلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زياته کړه، افغانان بايد له شته خپلواکي لويه ګټه واخلي او د دې خپلواکۍ ساتلو لپاره خپل یووالي وساتئ.
د جوړې شوې غونډې په پای کې يوشمېر شاعرانو، ليکوالانو او ترانهویونکو خپل شعرونه او ترانې وويلي او ورزشکارانو خپل ورزشي نندارې وړاندې کړې.