Asset 1SWN

له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي

597976_9593085_updates

ټاکل شوې چې نن سه‌شنبه، اپرېل لومړۍ، له پاکستان څخه افغانستان ته د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ نن راپور ورکړی چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته په خپله خوښه د بېرته ستنېدو اعلان شوې نېټه پای ته رسېدلې او ټاکل شوې چې نن د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شي.

پاکستان د مارچ تر ۳۱مې له دې هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره وخت ټاکلی و.

په ورته مهال د پاکستان مرکزي حکومت د خېبرپښتونخوا له ایالتي حکومت غوښتنه کړې چې یاد ایالت کې د افغان زده‌کړیالانو اړوند معلومات وروسپاري.

له پاکستان څخه د ناقانونه کډوالو د اېستلو تګ‌لاره د هغو هڅو یوه برخه ده چې په دغه هېواد کې د مخ پر زیاتېدونکو ترهګریزو بریدونو په لړ کې د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره پرمخ وړل کېږي.

که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت په وار وار له پاکستان غوښتنه کړې چې افغان کډوال ونه‌باسي، خو پاکستان وايي، خپله پرېکړه کې جدي دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بشري حقونو د څار اداره «امینسټي‌انټرنیشنل» له پاکستان څخه غوښتي چې د ناقانونه کډوالو او دغه هېواد کې د مېشت افغانانو د اېستلو «ګونګ پلان» دې بېرته واخلي.

جیونیوز د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویاند قیصر افریدي له قوله ویلي: «د ټولو ۲.۱ میلیونه افغان کډوالو له ډلې څخه ۱.۳ میلیونه هغه کسان دي چې د نوم‌لیکنې ثبت کارتونه یې ترلاسه کړي دي. د دوی له ډلې ۵۲سلنه څخه ډېر په خېبرپښتونخوا کې ژوند کوي.»

پاکستان د مارچ ۳۱مه دغه هېواد کې ټولو ناقانونه افغان کډوالو او همداراز د اې‌سي‌سي کارټ لرونکو ته بېرته افغانستان ته د ستنېدو نېټه ټاکلې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام