افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان د عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال سره یو ځای هرات ته سفر کړی.
اغلې اوتونبایوا د هرات والي سره لیدنه کې ویلي چې د اسلام کلا له پولې د لیدنې لپاره یې د افغانستان لوېدیځ ته سفر کړی.
د یوناما مشر ویلي، هڅه کوي د اړوندو بنسټونو په همکارۍ د راستنیدونکو غوښتنې نړیوالو ته ورسوي، څو د دې پروسې په مدیریت کې لازمه همکاري وشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات والي هم د یوناما له مشرې غوښتي چې د راستنېدونکو وضعیت له نژدې وارزوي او د اړتياوو تامین لپاره یې همکاري وکړي.
د چارواکو په وینا، یوازې تېره جون میاشت کې شاوخوا نیم میلیون افغانان له ایرانه په زوره اېستل شوي دي.
اخوا تېره ورځ د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د هرات اسلامکلا پولې څخه د لیدنې پرمهال ویلي، سرپرست حکومت بیرته راستنېدونکو ته د خدماتو رسولو او موقت سرپناه جوړولو لپاره یو نیم میلیارد افغانۍ ځانګړې کړي.